څنګه تسل کړم دردیـــدلی زړګـــی
په سرو وورونو سوځیـــدلی زړګی
ټوټې ټوټې د انديښـــــنو د لاســه
دغم ماشين کــــــې شړېدلی زړګې
دوخت ستم او نا کردو ځينې تـــل
پټ په ګوګل کی ژړېدلې زړګـــی
دبخت کاروان ته رسیدو په تـــکل
دژوند ګرداب کی څرخیدلی زړګی
هر سباوون ته د خوښۍ په تمــــــه
په انتظار کی کړیدلـــې زړګــــــې
چه به زرغونې کړي غوټۍ دهيلو
سپرلي ته لار کی دریدلی زړګې
ربه طبیب يی شی په خپله د رنــــــځ
(انګار) به څه کړي داغیدلې زړګې
۲۰۰۳/۱/۲۹
سویډن