2021-02-21
زړه ته مې ته راشې ، او خیال ته ستا جفا راشي
اوس چې څوک نوم د محبت واخلي ، خندا راشي
خاورې ! که ستا له تن جلا شو د ادم وجود
مه خفه کېږه ، دی به ستا غېږې ته بیا راشي
مهاجر تللي له وطنه ، مرور یاران
زه دا باور لرم یوه ورځ به پخلا راشي
چې دې په ژوند نه شي خېرخوا ، یا د کوم رنځ دوا
نو بیا پرې څه ؟ که جنازې ته دې دنیا راشي
چې څو دې توان وي جوړوه هنره ! مات زړونه
جنت ګټل دي ، چې د چا په خوله دعا راشي