2021-02-21
له دنيا شه خو، دومره ډېر بېل له دنيا نشې
احساس دې مړ دى چې د بل په درد ژړا نشې
ما ډېر کوښښ وکړو خو ما، څه لار وه نه مونده
ته داسې کار وکړه، چې نور مې ياد ته را نشې
د زندګۍ تيارې به نور په څه روښانه شي؟
چې ځان وه نه سېځې پخپله چې رڼا نشې
په ځان خوړو شي، هره چاره ترېنه پاتې شي
د عِشق درده، ته خو چا لره پيدا نشې
په هره هيله به دې خپله خاورې واړوې
د هيڅ به هم نشې هنره چې زما نشې