2021-02-21
له بې پروا صنم نه هېر، خراب يم
په اوسني حالت کې ډېر، خراب يم
نصيبه! ته بيخي زما په رقم...
نصيبه! زه دا ستا په څېر، خراب يم
د ژوند دلارې د سفر څه پوښتې؟
په هر قدم ترېنه راتېر، خراب يم
زړه چې زخمي زخمي و ډېر ښه ومه
زه د دې زخم په کوشېر، خراب يم
مخکې لدې چې زه راونيسم ژوند
هنره! زه ژوند کړم راګېر، خراب يم