2021-02-21
د يار غم مې حوصله خوري، غر روان دى اوبه کيږي
دنيا څه ده، انسان راشي او انسان دى اوبه کيږي
غم که ما خوري خامخا نو، غم به هم څه ناڅه کم شي
ډيوه درومې اوبه کيږي، هم توپان دى اوبه کيږي
زندګي خو بريا نده، زندګي ناکامېدل دي
يو ارمان مې پوره نشو، هر ارمان دى اوبه کېږي
يار چې ما پسې رنځور دى، لکه زه خپله رنځور يم
يار خو ځان د هر مئين وي، زما ځان دى اوبه کيږي
زه که مات کړمه هنره، د يارانو دوه مخۍ خو !!
د باور څلي نړيږي، اطمنان دى اوبه کيږي