2021-02-21
ښکاریږي داسې دنیا ټوله په تیاره پټه شوه
یوه د لمر سترګه وه شاته ددې غره پټه شوه
عِشق یوه هیله وه کرار کرار کرار ختمېده
او بلاخره چې په خاورو کې د زړه پټه شوه
نورې دنیا په مخه کړې بلا دلته راغله
مونږه پناه ورکړه زمونږه په کاله پټه شوه
ډېرې خبرې مو تر منځه سره وشولې خو
هغه خبر چې یې اړتیا وه د کېده ، پټه شوه
د وخت بدلو خلکو ډېره تیاره وګڼله
خو د هنر څېره مې نه تیاره وه ، نه پټه شوه