غزل

2021-02-21

څه د زندګۍ څه د دلبر پراته

څومره ډېر کارونه مې په سر پراته

 

وي، د هر سړي اصليت ډېر داخل

تل د سمندر کې وي ګوهر پراته

 

زړه کې مې د بل څه ليدل ډېر ګران دي

دلته ستا يادونه وي اکثر پراته

 

څنګه به دا خپله څېره پاکه کړي؟

څومره ډېر ګردونه په بشر پراته

 

نه دا ستا په زړه څوک پاتې کيږي او

نه د پښو خاپونه وي په غر پراته

 

هغه خلک تش ساه اخيستل کوي

لرې چې په ژوند وي له هنر پراته