نظم

2021-02-21

په زړه کې مې د پټ عِشق اظهار دى راسره دى

څه غرونه غرونه غرونه، انتظار دى راسره دى

 

دا ستا د خولې رټلي شان ځواب، ذرې ذرې کړم

عذاب، ذرې ذرې کړم

په لاسو کې مې وچ شولو ګلاب، ذرې ذرې کړم

خراب، ذرې ذرې کړم

د خپلو ماتو شوو هيلو شمار دى، راسره دى

څه غرونه غرونه غرونه، انتظار دى راسره دى

 

په نيمه شپه تا غواړم زما چغې دي او خداى دى

وهمه، سر تندى دى

زما لپاره ورک په تمامي عالم کې ځاى دى

هر څوک رانه پردى دى

شېبه شېبه شېبه کې، نوم د يار دى راسره دى

څه غرونه غرونه غرونه، انتظار دى راسره دى

 

سل تورې شپې سبا شولې سل راغلې پسې نورې

همداسې تورې تورې

رڼاوې مې له برخې نه تمامې شي نسکورې

تيارې چې ته راګورې

دعا راسره نشته دى، ازار دى راسره دى

څه غرونه غرونه غرونه، انتظار دى راسره دى

 

په هره لحظه هره يوه خوا کې يې برسېره

له زړه مې راچاپېره

هر غم مې تېر کړو هره تجربه مې کړله تېره

خو نه مې شولې هېره

د زړه خوړٶنکى درد دې دى ايسار دى راسره دى

څه غرونه غرونه غرونه، انتظار دى راسره دى