غزل

2021-02-21

د ټينګېدو نشي، روانې شي ولاړه اوښکې

د بيلتون درد را اچولي دي په غاړه اوښکې

 

د زندګۍ د تکليفونو درياب تا هم واخلي

له بې وسۍ، نه چې زه وبهوم واړه اوښکې

 

قدم قدم قدم ګلان پرې، اوس زرغون ولاړ دي

چې مجنون چرته غورځولي دي په شاړه اوښکې

 

چې دې احساس او چې دې زړه لکه د کاڼي نشي

د زندګۍ په دغه لاره باندې غواړه اوښکې

 

د عشق دنيا کې مو تر يو بل رسېدل نه و

هنره! اوس به څڅوو يوازې دواړه اوښکې