2021-02-21
زندګي د يوه کس له تللو وروسته!
هر ماښام د يوه نوي درد مزه وي
هرې څړيکې ته ذرې ذرې ماتېږم
تر هغې به پدې سور انګار ولاړ يم
چې هغه ووايي بېرته راستنېږم
زندګي د يوه کس له تللو وروسته!
هغه غرونه حوصله له منځه لاړه
يو واړه ضرورت زړه باندې نرى کړم
هغه تللى به واپس په هيڅ هم نشي
که ترمخ ورته رسول کړم او که خداى کړم
زندګي د يوه کس له تللو وروسته!
هره خوا محرومه شوې له رڼا نه
دي پرتې مې د قسمت برخې تياره ته
ته چې رانشې نو کله قلاريږي
که هر څومره دوکې ورکومه زړه ته
زندګي د يوه کس له تللو وروسته!
دا چې زه يې تېرو په دا معصوم زړه
نه ته، شته په بل چا داسې غم نشته
يا خو نور له بيوسۍ نه شم ژړلى !
يا مې سترګو کې وچ شوى نور نم نشته
زندګي د يوه کس له تللو وروسته!
ناتوان يمه، د ژوند په مخته وړلو
او سکون درومي قلار قلار له مانه
که رښتيا غواړې چې ځان سره شم پاتې؟
نو راځه بېرته راوګرځه جانانه!