2021-02-21
له درده جوړ له درده سوځي، اور په اور سوځي
ما سره شته خاموشي، ستا د ياد په شور سوځي
ته به پکې يې، که اباد وي که ويجاړ وي ياره!
دا که جوړيږي؛ که زما د زړګي کور سوځي
تا سترګې ولې اړولې، پام دې ولې بدل؟
زما به هم هيلې همداسې په هر لور سوځي
لدې الزامه چې خالي شي بې مزې به شي ژوند
زما لمنې نه چې مينې دا ستا تور سوځي
چې زه هنره له خپل ځانه لکه دود پورته يم
زما د خيال دننه، دا د چا انځور سوځي؟