2021-02-21
یار زما نشولو د ځان پاتې شو
ارمان مې هغسې ارمان پاتې شو
ژوند منم خوږ وو خو هیڅ تم نشولو
په منډه منډه و روان پاتې شو
تللې، دا مړ دې درسره نکړلو
د تنهایۍ څراغ روښان پاتې شو
زړه یې قبول نکړو تر هغې پورې
تر څو چې دا ورته تاوان پاتې شو
هنر په وجه د غزل د هنر
په ډېرو زړونو کې ودان پاتې شو