عاصم منیر کابل ته: زموږ پر ضد ډلو ته د فعالیت اجازه مه ورکوئ

عاصم منیر کابل ته: زموږ پر ضد ډلو ته د فعالیت اجازه مه ورکوئ


  • 19 ساعته دمخه (27/06/2025)
  • سمسور نیوز
  • 117

د پاکستان پوځ لوی درستیز عاصم منیر، له سرپرست حکومت غوښتي چې له خپلې خاورې د هند ملاتړو ډلو ته د فعالیت اجازه ورنه کړي.

نوموړي نن جمعه (د چنګاښ ۶مه) د پاکستاني افسرانو او پوځیانو یوې ناستې ته په وینا کې ویلي چې پاکستان له افغانستان سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی؛ خو تمه لري چې کابل به هغو ډلو ته د فعالیت اجازه ورنه‌کړي چې د پاکستان مخالفې دي.

منیر همدارنګه ادعا کړې چې هند په سیمه کې د ترهګرو ډلو ستر ملاتړ کوونکی دی. 

سرپرست حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي؛ خو تر دې وړاندې یې په وار، وار ټینګار کړی چې د افغانستان خاوره به د هېڅ ګاونډي، یا بل هېواد پر ضد ونه کارول شي.

افغان چارواکي همداراز وایي چې په پاکستان کې د داعش په ګډون د یو شمېر ترهګرو ډلو مرکزونه فعال دي او له همدې مرکزونو په افغانستان کې بریدونه پلانېږي.