زاکیم وزیر: علي وزیر د سند پولیسو بیا نېولی

زاکیم وزیر: علي وزیر د سند پولیسو بیا نېولی


  • 1 مياشت دمخه (17/11/2024)
  • سمسور نیوز
  • 32

علي وزیر د مسلسل بند په دوام پرون د سند پولیسو له ځان سره بېولی دی. 

 

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړي زاکیم خان وزیر پر خپله ایکس پاڼه لېکلي چې د پاکستان حکومت علي وزیر په بېلابېلو زندانونو کې بندي کړ، خو په وینا یې د نوموړي یوازينی جرم د پښتنو د حق غوښتنه ده.

 

د زاکیم خان په خبره علي وزیر به هیڅوک له حق غوښتنې په شا نه کړی شي. 

 

د یادونې ده چې تردې وړاندې هم علي وزیر څو ځله له خوشې کېدو وروسته بیا پاکستاني پولیسو نېولی ؤ.