حنفي: نړیوال بنسټونه دې د کډوالو حقونو په خوندیتوب کې خپل مسوولیت ادا کړي

حنفي: نړیوال بنسټونه دې د کډوالو حقونو په خوندیتوب کې خپل مسوولیت ادا کړي


  • 22 ساعته دمخه (15/07/2025)
  • سمسور نیوز
  • 71

د رياست‌الوزرا اداري مرستيال، عبدالسلام حنفي له مسولو نړیوالو بنسټونو غوښتي چې له کډوالو سره د مرستې او د هغوی د حقونو په خوندیتوب کې خپل مسوولیت ادا کړي.

د ارګ له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې عبدالسلام حنفي په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ (یوناما) له مشرې روزا اوتانبایوا او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو کډوالو عالي کمېشنرۍ له مشر عرفات جمال سره کتلي دي. 

په دې کتنه کې حنفي له افغان کډوالو سره د مرستو پر زیاتولو ټینګار کړی او په دې برخه کې یې له مسوولو بنسټونو د همکارۍ غوښتنه کړې ده. 

په ورته مهال، روزا اوتانبایوا له ایران څخه د افغان کډوالو د را اېستل کېدو بهیر شدت د اندېښنې وړ بللی او ويلي یې دي چې د بودیجې د کمښت سربېره به له افغانانو په ځانګړي ډول کډوالو سره د ملګرو ملتونو مرستې دوام ولري. 

له بلې خوا، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو کډوالو عالي کمېشنرۍ مشر د ملګرو ملتونو له لوري افغان کډوالو ته د ۱۰ میلیونه ډالرو نغدي مرستې د ځانګړي کېدو خبر ورکړی دی. 

دا په داسې حال کې ده چې دا مهال له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبري اخراج لړۍ روانه ده او هره ورځ زرګونه ته هېواد ته راستنول کېږي. 

هېواد ته ډېری راستانه شوي د ایراني پولیسو له ناوړه چلند شکایت کوي او وايي چې د دوی مالونو او پانګې ته د لېږد اجازه نه ده ورکړل شوې.