د بهرنیو چارو وزارت مسؤلینو په ازبکستان کې د سرپرست حکومت د نوي سفیر د ګومارلو خبر ورکړی دی.
د دغه وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیاء احمد تکل په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د یاد سفارت لپاره یې شېخ عبدالفغار بحر د دوی د سفیر په توګه ټاکلی دی.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د بحر ټاکل به د دواړو هېودوانو ترمنځ د ډيپلوماټیکو اړیکو په پیاوړتیا کې مهم رول ولوبوي.
دا پداسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې په عمان کې د افغانستان د سفارت کارونه د سرپرست حکومت ډيپلوماټانو لخوا پیل شول.
پر افغانستان د ط.البانو له واکمنېدو او نه رسمیت پېژندنې درې کلونه تېرېږي؛ خو مشرتابه یې روانه اوونۍ په کندهار کې یوې غونډې ته ډاډ ورکړی، چې حکومت یې ورځ تر بلې د ښه والي په طرف روان دی.