- 4 کاله دمخه (21/09/2020)
- پوهنمل محمود نظری
- 1284
زموږ خاکي مداریانو اړولې پښه پر پښه
په هر جرم، نفاق، تیری تیروي خپله تله
دولس په کار يي شي لنډې لنډې پښې
غزولي بزرګانو لکه لډرانو وازي پښې
دا ګوډان شوټان پردو ودرول پر پښو
ځکه مو باسې ټوله دنیا خاوره اوس د پښو
ټولو په سیاسیت کې چپه اخیستې پښه
ان کنکړ شیخ فانیان نه ټولوي خپله پښه
هر یو د پیسو پسې لوڅی کړی خپلې پښې
هغه یې ګټې چې واخلی د پښتون پسې پښې
باسو د نورو په نغوته خاوره د یوبل د پښو
ځکه ټوله دپردو خاوري شوی یو نن د پښو
ولاړ دی برزګان موپردو ته په یوه پښه
هر یو له خپل ټغره ډیره غځولی ده پښه
ځیرک خوندی کوي له دې ځایه خپلې پښې
پاک لمنی ټینګي بهرکې لګوي پښې
ان ګاونډیانوموږ لاندې کړي یو تر پښو
ځکه مشران مولویدلي دي له تر په دپښو
دلته د ولس په ستونی ایښوول شوې ده پښه
دوړنو امرانو هم په دې کارخرلې ده پښه
هر شپږن ځان ټینګ کړی دیو داوګر په پښو
هر یو د واک لپاره لویږی په پښو کې د پردو
د افغانانو تڼاکې شوي د سولې پسې پښې
نوځکه د خودغرضو مځکې ته نه رسی پښې
له ټاکنو خر ختلی اوس د عام ولس پر پښه
بیابه هیڅکله پر لوټه کېنږدی آسانه پښه
په دی وطن نه ورځی اوس د لالهاندو پښې
تر څو ولس وانخلی د ډبلیمارو پسې پښې
وطن مو لاندې شوی دی د پساتیانو تر پښو
کله به ولس دا خړوسان لاندې کړي تر پښو
پښه پر پښه اړول( بی پروا)،چپه پښه اخیستل( غلط کار کول)، ،پښه پر تيرول یا تله پر تېرول( ځان تیرول)، په پښو کي لوېدل (-عجز و زاری کول) ، پښه ټولول ( له کاره کرار کرار ځان ایستل)،پښي پسي ور اخيستل ( پر چا زورورکیدل )، پښي پسي لڅول ( د یو شی په لټه کیدل)،پښي خوندي کول ( ځان ایستل)، په يوه پښه ورته درېدل ( په راستی ورته کار کول)، تر پښو لاندي کول( خوار وزبون کول)، د پښو خاوري کښل ( چا ته زیان رسول)، دپښو خاوري کېدل ( تابع او، خادم کیدل)، دپښو له تر په لوېدل( ستړی او سپين زیری کیدل )، دپښو څخه لوېدل (- ستړی او ستومانه کیدل) ، پښه د خپل ټغر سره غزول ( خپل حد پیژندل )،پښي لنډي لنډي کېدل( له ویری پښې نه پر ورتلل)، پښي ټينگي لگول ( ډیر احیتاط کول)، پښي ټناکي کول ( هڅه کول او تیز تلل)، پښي ټکول ( ناری وهل، ژر کول)، پښي غزول (کار نه کول او لټ کیدل )، پر پښو درول ( دچا سره مادی مرسته کول)، پر ستونی لغته ایښول( ضر ر رسول)،، پښه خلاصېدل یاپښه نيول ( بهانه کول، چیری نه تلل) ، پښې مځکې ته نه رسېدل ( ډیر خوشاله کیدل )، پر پښه خرختل –( جهان دیده او مجرب شوی خلک )، پښه پر لوټه اېښول( په بی احیتاطی کار کول) ، پښې اخيستل ( تیز تګ او عجله کول )، پښې نه پر ورتلل( له خپګان چیری نه تلل) ، پښې خرل ( په یو شی اصرار یا څه نه کول ). کنکړ( مړاوی او پژمرده).