شپږم دجدې داکتوبر اوومه ډکې دي دواړه له هرستمه


  • 3 کاله دمخه (21/09/2020)
  • بسمل
  • 1150

ګرانو لوستونکو!
ددې لپاره چې ستاسوارزښتناک وخت ونه نیسم ډېر وړاندې نه ځم یوازې دلمړي شاه شجاع  نوم دریادوم  نوریې تاریخ تاسې پخپله درپه یاد کړئ چې دچا لخوا او دکومو موخو لپاره په افغانانو تپل شوی و.
زه غواړم   د دوهم او دریم  شاه شجاع  ببرک کارمل  اوحامد کرزي  له  تورتم  څخه  ډکو دورو په اړوند څه ولیکم .
کله  چې ۳۱ کاله  مخکې  روسانو په  ۱۳۵۸ لمریزکال  د غبرګولي په  شپږمه  نېټه  خپل ګوډاګی ببرک کارمل  په افغان ولس وتاپه نولا له  مخکې  پیل شوې، تپل  شوې  پردۍ جګړه نوره  هم  دجهاد په نوم  پسې توده  شوه البته  زه رښتینو او آزادي غوښتونکو مجاهدینو ته  دتعظیم سر ټیټوم هیله  من یم  چې لوستونکي  دتپل شوې  جګړې او مقدس جهاد ترمینځ  توپیر وکړي  منظور مې دا دی  چې که  په  ظاهري ډول لویدیځوالو دجهاد په نوم  مرسته کوله خو په حقیقت کې  یې  موخې نورې وې لکه څنګه چې بربنډې  هم شوې .
دا چې دنړیوالو ښکرورو ترمینځ سړه جګړه لا له پخوا پیل شوې وه  خو دافغانستان له اشغال  سره سم دزورورو هېوادونو ترمینځ  دسړې جګړې  رنګ نسبتأ په توده جګړه بدل شو.
که په دې جګړه کې روسان په فزیکي ډول له مینځه تلل خو دلویدیځوالو بیا دسرونو په ځای لوټونه سوځېدل  .
جګړه  پردۍ  جګړه وه  خوغولی یې زموږ  پرې  ولاړه  په لکهاوو بېګناه افغانان  د دې جګړې په اورکې لکه ازوغ داسې وسوځېدل او تر اوسه  پورې همداسې پسې  سوځیږي .
که په هغه وخت کې جګړه هر څومره په شدت روانه وه خوبیا هم اداره موجوده وه ولو که ګوډاګۍ اداره هم وه خو            دسپلین او نظام وجود درلودله یو واړه مامور څخه نیولې بیا تر لوړرتبه ماموره پورې  ټول  په کنترول کې وو.
زماله نظره هغه نظام دروسانودملاتړ ترڅنګ دخلقیانو، پرچمیانواوغیرګوندي دولتي مامورینو په  مټ  ولاړ و دولت په کلیو اوبانډو مخامخ کنترول نه  درلود خو ښارونه  او دولایتونو مرکزونه یې  تر مستقیم کنترول لاندې وو د ولس  ملاتړ له  دولت څخه  کم یا خوځکه  هیڅ  نه و چې دروسانو اشغال  افغان ولس سخت په غوسه کړی و .
 دهغه وخت څارندوی، اردواواستخبارات کم له کمه۷۰ په سلوکې حاکم نظام ته وفادارووداپاته په سلوکې  ۳۰ یا د تېښتې وس نه درلود او یا خولار ورڅخه  ورکه وه هر څه  چې وخوبیا هم  داوس په پرتله خلګ  ډېر مسؤن وو ما نه دي اورېدلي چې په هغه وخت کې دچاناموس بې پته شوی وي خویوشمېرخلګ دخاد له خواپه اندېښنه کې وو خادستانو به کله  ناکله  د شخصي  دښمنیو له کبله  هم  یو نیم  بېوزله  زندان  ته  رساوه  خو اکثرأ به هغه کسان دخاد لخوا نیول کېدل چې  دحاکم نظام له مخالفینو سره به یې اړیکې لرلې  خو له دې سره سره به بیا هم  دوچو په مینځ کې لانده سوځېدل .
دا ډول کړنودجګړې  په اور نورتېل هم  پسې شیندل زموږ د هېواداوتاریخ  دښمنانودې ګرمولمبوته خپل ځانونه تودول .
دوهم لمبر شاه شجاع (ببرک کارمل) هڅه کوله  چې پرچمیان غښتلي کړي او د تل لپاره یې  په قدرت کې وساتي خو حالاتو په بل ډول پرمختیا کوله  کارمل د ((جبهه ملي پدروطن)) په  نوم  داسې بې ځایه تشکیلات  جوړ کړل لکه اوس چې دریم لمبر شاه شجاع(حامدکرزي) دجمعیت ګوند او رباني دبقا  لپاره  دسولې  دعالي شورا په نوم جوړکړي دي  .
په هغه  وخت کې ببرک کارمل دمجاهدینوپه  قوماندانانوبې  درېغه لوټونه  ولګول  تورن اسمعیل نسبت له نورو قوماندانانولوی لوی جوالونه  شا ته پورته کړل خو بیا هم نتېجه  منفي وه.
روسان دټوکو لپاره نه وو راغلي هغوی غوښتل چې کابل کې  په یوه محکمه لاسپوڅې اداره کنترول ولري  ترڅو افغانستان  دخپل  شپاړلسم  جمهوریت په توګه بدل اودهندسمندر ته ځانونه  ورسوي  خو دخلقیانواوپرچمیانو ترمینځ  پرتو ستونځو روسان  ناهیلي کړي وو.
ببرک کارمل  دخلق په دیموکراتیک ګوندکې دمورمیرې سلوک پیل کړی وکه دنظام لپاره اکثرأ قرباني خلقیانو ورکولې  خو امتیازات بیادپرچمیانولپاره و.
ښه  مې په یاددي  چې ببرک کارمل دهغه وخت اطلاعات  او کولتور  وزارت  په یوه کمېټه  ددې لپاره بدل کړ چې وزیر یې خلقي و دې ته ورته   عجیب او غریب  نور تشکیلات  هم دیادولو وړ دي .
دکارمل یوطرفه لوبې روسان  په خپل بري شکمن کړل ځکه یې ووېل چې د((یابو دبدلېدلووخت دی))هغه و چې دکارمل په ځای یې ډاکترنجیب الله رامخ  ته کړ  ډاکتر نجیب الله  دپاڼ اوپړانګ  ترمینځ  ور برابر شوله یوې خوا پرچمي و او له بلې خواپښتون  .
په ډاکترنجیب الله نه  خلقیانوباورکولای  شوای  اونه پرچمیانوددې بې اعتمادې  فضأترڅنګ دډاکترنجیب الله  لستوڼي له  خطرناکومارانو څخه  ډک ووځکه  خو یې  د مرګ  سبب شول  دلته  دډاکتر نجیب الله  په اړوند نورڅه نه لیکم  یوځل  بیا ورګرزم دکارمل دورې ته .
جګړه  په خرپ  روانه  وه خو روسانود شمال لخواځان داشغال له  هغولمړیو ورځوڅخه لا بېغمه کړی  و.
روسانوله احمدشاه مسعودسره  د ځانګړوتړونونوله مخې  دشمال اکمالاتي لار ځان  ته  پرانیستې  وه دامانا چې روسان  دشمال لخوابېغمه وو یا په بل عبارت روسانوپه شمال کې  له سره جګړه نه کوله  ددوی ټول زور دهېواد ختیځ ،سهیل، لویدیځ  او ځینو مرکزي سیمو ته متوجه و.
که دهغه وخت جګړې جبهيي اوخال خال ګوریلايي  شکلونه  هم لرل خو په  دواړو صورتونو کې  به روسانو خپلې غضبناکې او درنې وسلې کارولې باید حقیقت ووایوچې هلته  هم سور اور په  پښتنو بل وکه به  په کلیو اوبانډو کې پښتانه  ددشمن (اشرارو) په نوم ځپل کېدل خو په ښارونو کې به کارملیانو یو شمېر پښتانه دامین  دبانډ په تور له مینځه وړل  لنډه یې دا چې نوم که  هر نوم  و خو پلمه به یې پښتنو ته برابروله  ترڅو دا زورور او سرکښ قام  کمزوری کړي  دا چې نن  په یو نړیوال تلویزیون کې فاشست  او مغرور فرید یونس وايي چې  پښتانه  به  هیڅکله پرې نه  ږدو چې اکثریت  شي د اخو آن  د روسانو دوخت شعارو چې لږکیو په  ځانګړې توګه دنظار شورا ته یې په غوږ کې ورکړی و دلته اوس بیا راګرزم جګړې ته .
دجګړې  په  بله غاړه کې خودخواهي دومره ځواکمنه وه چې له یو پلوه  تش په نامه مجاهد مشرانونه غوښتل چې په یو ټغرسره  راټول  او ځانونه  نیم  منی  وبولي   اوله  بل  پلوه  دایران او پاکستان  واکمنان  دافغانانو دیووالي، سوکالي اوسرلوړي  ډېر سخت مخالف وو او دي  .
دپاکستان او ایران استخباراتو مجاهد مشران  یوله بله بېل ساتل په غیر مستقیم ډول یې زموږ دوروڼو قومونو دنفاق لپاره  مذهبي، قومي او سیمیز اورونه بلول .
دوخت نظام  دروسانو په ملګرتیامقاومت کاوه خو جګړه ورځ تر بلې سختېده ځکه چې په  حقیقت کې نړیواله او پردۍ جګړه وه افغان مقابلوخواوودهېواددسبالپاره هیڅ  ډول  ډاډمن اوبریالی نوښت نه  درلود دادواړه خواوې  په پردیو متکي وې  وسلې پردۍ وې سینې ددوی وې .
کله  چې دنظام  مخالیفینو (مجاهدینو) ته  دامریکا لخوادسټینګر راکټونه  ورکړل  شول  نو د روسانو لېنګي په لړزېدو راغلل  په عین  وخت کې  د روسې دکمونست  ګوند په  دننه کې لویدیځوالو ګورباچوف  او هغه  ته  ورته خلګ ورخپل کړي وو.
دا پرمختیاوې  د دې  سبب  شوې  چې  روسان  زموږ له ګران افغانستان څخه  پښې سپکې کړي خومخکې له دې چې دوی ورک شي  دافغانانوپه مینځ کې یې  قومي او ګوندي تضادونه وپارول  دوخت نظام دساتنې په پلمه یې  قومي ملېشې ددې لپار رامینځ ته کړې چې دملي اردوملاپرې ماته کړي همداسې وشول وروڼه قومونه یې یو په بل شکمن کړل  په  هغه وخت کې روسانو ملي اردودګارد قواوو په  نوم  نیمګړی کړ دنبي عظیمي او اصف دلاور په ډول فاشستان یې ددفاع وزارت  په لوړوکورسیوکښېنول جنایتکار اونمکحرام  رشید دوستم ته یې په شمال کې بوټۍ بوټۍ غوښې وراچولې  .
څارندوی قوتونه که  څه هم ډېرفعال وو خو روسانوله پامه وغورځول یوازې استخباراتو اودګارد منسوبینو لوړ امتیازات لرل .
روسانودملي دفاع  وزیر  پښتون  شهنواز تڼی اوجمهور ریس  پښتون  ډاکتر نجیب الله  په  خپلوکې سره واچول .
له یوې خواددوی دوومناسبات  ددې سبب  شول چې دنظام پښې سستې شي له بلې خواعام ولس  بې صبره شوی و له همدې کبله ډاکتر نجیب الله  له مجاهدینوسره دپخلاینې اوملی روغې جوړې  غوښتونکی شوخولکه څنګه مې  چې لا په  سر سر کې ولیکل چې جګړه  پردۍ او موخې  یې  پردۍ  وې  نو ځکه  دډاکتر نجیب الله  داهیله او د ملګروملتونو د روغې جوړې  پلان  د روسانو لخواد احمدشاه مسعود اویوشمېر نورو هېواد دښمنو  فاشستانو په وسیله سوبوتاژ شو.
په  تاریخي کابل جان اور بل شو وروڼه قومونه په وینو کې لت پت شول عزتونه لوټ  شول اسلامیت او انسانیت  دواړه ترپښو لاندې شول دجهاد ټېکدارانو دهیڅچا پروا ونه کړه  ۷۰۰۰۰ زره کابل ښاریان  په شهادت ورسېدل د تش په نامه  مجاهد مشرانولویدیځوالو یارانو زموږ  دبېګناهو خویندو او وروڼود تباهي  ننداره کوله  په  هغه وخت کې د ښځو دحقونواودیموکراسي خبره چا نه کوله  دا هم دلویدځوالو په  تېره بیا د امریکایانو دستراتیژي یوه  برخه وه .
لکه  څنګه  چې جګړه  پردۍ  وه  همهغسې  یې  پلانونه  هم د پردیو لخوا تنظیمېدل  د طالبانو ظهور، پرمختګ، بری اوماتې  د پردیو دیو منظم  پلان له مخې داسې  ترسره شول  چې په نتېجه کې یې د افغانستان  داشغال لپاره  
ځان  ته زمینه بابره اود۲۰۰۱زیږدیزکال داکتوبرپه اوومه نېټه یې زموږ دګران هېوادټټر په سخته بې رحمي سره  په بمونواو راکټونوغلبېل غلبېل کړترڅودریم لمبر شاه شجاع(حامدکرزی) یې زموږ په هردم شهید ولس  باندې وتاپه .
نوربیا