سږ کال T10 لیګ ته دیارلس افغان لوبغاړي واخیستل شول.
د راروان لس اوریز تجارتي لیګ لپاره دیارلس افغان لوبغاړي وپیرل شول. د اماراتو په سږني لس اوریزه لیګ کې، محمد نبي، رحمن الله ګربز، محمد شهزاد، قیس احمد، نجیب ځدراڼ، نوين الحق، درویش رسولي، کریم جنت، ظاهر خان، حضرت ځاځی، وقار سلام خېل، فضل حق او عظمت عمرزی شامل دي د بېلا بېلو لوبډلو له لوري واخیستل شول.
د يادولو وړ ده، چې د ټي ١٠ ليګ راتلونکى پړاو سیالۍ د ٢٠٢١ کال د جنورۍ په ٢٨مه نېټه په متحده عربي اماراتو کې پيلېږي، چې د فبرورۍ تر ٦مې نېټې پورې به دوام وکړي.