- 4 کاله دمخه (21/09/2020)
- بادام ظريفي
- 1232
( پاملرنه ، غور ، رد ، تائيد ، او دلايل )
د تيرو لسو کلونو راهسې هڅې روانې دي چې په هيواد کې سياسي پروسې ته داسې بڼه ورکړل شي چې ديموکراتيکه او ولسواکه اداره او د ديموکراتيک نظام مظهر څرګند کړي ، د دغه ډول نظام لپاره د سياسي ګوندونو موجوديت يو حتمي شرط دی.
دا دی اوس نړيوالې ټولنې او په خپله امريکې ته ثابته شوه چې تر څو قوي ګوندونه موجود نه وي او حتی په پارلمان کې مسلط ګوند تبارز ونه مومي افغانان او نړيواله ټولنه د ډيموکراتيک نظام په جوړولو بريالي کيدای نه شي .
په اتلسمه پيړۍ کې چې نړيوال استعمار د مغرضانه او غاصبانه تګلارې لمخې افغانستان يي له خپل طبيعي جوړښت او سرحداتو څخه محروم کړ او د يما پاچا له وخته بيا د ميرويس نيکه او لوي احمد شاه بابا تر محاله ملي واکمني او ملي سرحدات يي د ډيورنډ په کرښه نيمايی کړل او د فريد خان ( شيرشاه سوري ) د ملت جوړولو شعار يي برباد کړ .
د هغه راهيسې دا وطن په اور سوزي او نړيوال هم ورسره ناکراره دي .
زما په اند ستونزې ، لاملونه او نسبي حل لارې چارې :
۱- د افغانانو پروړاندې د نړيوالو جاسوسي شبکو جنګ
لاملونه:
۱- د سواد د کچې کموالی
۲- د اساسي قانون نه پلي کول
۳- د ټولنيز عدالت نه شتون
۴- بهرنۍ لاسوهنې
۵- د ملي احساس نه شتون
۶- کار اهل کار ته نه سپارل
۷- شخصي ګټو ته په ملي ګټو باندې ترجيع ورکول
۸- ظوابطو پرځای روابطو باندې عمل کول
۹- اداري فساد
۱۰- د مخدره توکو ، د ځمکو د غصب او بانکي مافيا
۱۱- د واقعي ديموکراسۍ پرځای نمايشي ديموکراسۍ رواجول
۱۲- د ولس سالارۍ پرځای د زور سالارۍ کولتور
۱۳- غربت او بې کاري
حل لارې :
۱- د يو قوي مرکزيت ايجاد او د ولسونو منځ ته ورتلل
۲- د ملت جوړونې لپاره په جدي توګه کار کول
۳- د ملي مفکورې را ژوندي کول او ملي ارزښتونو ته وفادار پاتې کيدل
۴- بې تعصبه اوسيدل
۵- د ملي ، سياسي ، اقتصادي او ډول ډول پيښو په وړاندې حساس او فعال اوسيدل
۶- د هيواد د وضعت هر اړخيز تحليل او د ځينو ناوړو پيښو په مقابل کې د بې تفاوتۍ دريځ پريښودل او د ملت غوښتنو ته انعکاس ورکول
۷- ملي او اسلامي ارزښتونو ته په احترام او پاملرنې سره ځانونه عيارول
۸- د ځمکې ملي طبعي بشپړښت په پام کې نيول
۹- د سولې په پروسه کې د نړيوالې ټولنې ، سيمې ، او ګاونډيو هيوادونو بې قيده شرطه شريکول
۱۰- د ستراتيژيکو تړونونو مواد ملت ته د ډيالوګ لپاره وړاندې کول
۱۱- افغان ملي امنيتي ځواکونه په کيفي توګه سمبالول او د کميت سره ملي روحيه او ملي انګيزه ورکول
۱۲- د تروريزم د نابودۍ په موخه د ټولو بهرنيو ځواکونو چې د ملګرو ملتونو د چتر لاندې ئې په افغانستان کې د سولې ، ثبات او بيا رغونې ژمنې کړي په رڼه او ريښتني شکل عملي کول
۱۳- د ښکيلاک نوې بڼه لمنځه وړل او د بهرنيو قواوو په لاس د افغانانو وژل بندول او له غاصبو او مغرضو ګاونډيانو څخه د هيواد د برخليک ډاډمن کول
۱۴- د هيواد په مستوي کې د معقولو ، ملي ، اسلامي ، سياسي او مترقي ځواکونو او ګوندونو او په ټوله کې افغانانو د ملي احساس او ملي مسئوليت په درک کولو د يو معقول سياسي ائتلاف جوړول .
بادام ظريفي ( فقير )
د ختيځې سيمې د مدني ټولنو د يووالي شورا منشي