د زرو هيندارو کور


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • صديق الله بدر
  • 1380

 د زرو هيندارو کور؛ د نړۍ د بېلابېلو وطنونو د ۱۷۵ حکايتونو مجموعه ده چې ښاغلي ليکوال اسدالله غضنفر له انګريزي ژبې پښتو کړي دي. البته د پرانستې کړکۍ په نامه يوه لنډه کيسه هم په کې شامله ده. د کارغه او توتي حکایت د ژباړن ليکنه ده چې پخپله د هغه په وينا، د يوه اوريدلي ولسي حکايت نه په الهام يې ليکلی دی.

دغه کتاب د ۱۳۹۰ لمریز کال د چنګاښ په لومړۍ  د ۱۰۰۰ټوکو په شمېر په ۱۷۳ مخونو په ښکلي قطع او صحافت د مصور بنسټ له خوا چې د ماشومانو د ادبیاتو لپاره کار کوي؛ په کابل کې چاپ شوی دی.
ځينې دغه حکايتونه ډېر لنډ دوه درې کرښې او ځينې يې يو څه اوږده دي. خو د لوستلو پر مهال دا ښه راڅرګندېږي چې ژباړن د نړيوالو حکایتونو په انتخاب کې له ډېر دقت کار اخیستی او هڅه يې کړې داسې حکايتونه راواخلي او وژباړي چې اخلاقي پيغام او ښوونيز ارزښت ولري
د کتاب په پیل کې د ژباړن يو يادښت راغلی، د هغه په ترڅ کې يې د دې حکایتونو د ژباړې پر اړتيا او انتخاب رڼا اچولې ده. ژباړن ليکي، دا ټول د نړۍ له مختلفو هېوادونو سره متعلق نکلونه دي او وخت په وخت يې په انټرنټ کې لوستي او د ژباړې لپاره غوره کړي دي. ژباړن ليکي: (( د دغو حکايتونو په ژباړه مې دومره وخت نه دی لګېدلی لکه د هغو انتخاب چې رانه وخت اخيستی دی.))
د ژباړن په وينا، دغه حکايتونه د آزادۍ راډيو له لارې خپاره شوي او خلکو ورسره ډېره لېواليتا څرګنده کړې ده.
نکلونه د تېرو زمانو کيسې راته کوي او داسې دي لکه د تېرو زمانو د خلکو د ژوند هېندارې. په دې هېنداره کې موږ د پخوانيو انسانانو انځورونه وينو او د هغوی د ژوند د شېبو نندارې ته تمېږو چې نه یوازې ستړی کوي مو نه، بلکې له نندارې يې خوند هم اخلو. دا ځکه چې په دې انځورونو کې د ژوند د حقیقت په باره کې يوه خبره وي.
ژباړن هم په همدې خاطر دغه هينداره زموږ مخې ته ايښې ده، هغه لیکي: (( موږ د کيسو او نکلونو له لارې نورو زمانو ته سفر کوو، د نورو وطنونو د اوسېدونکو د زړه دربا اورو، د هغوی په غمونو او خوشحاليو کې شریکېږو.))
د دې کتاب عنوان(د زرو هيندارو کور) د يو حکایت نوم دی. ژباړن ليکي، دا نوم يې ځکه غوره ګڼلای چې (( په هينداره کې موږ ځان وينو او د حکايت په هينداره کې هم د انسان د تصور او تجربې د انځورونو ننداره کوو.))
په دې حکايت کې د يوه خوشحاله کوچني سپي او د يوه تل غمجن سپي نکل راغلی. يو خوشحاله کوچنی سپی کله چې د غره په لمنه کې د زرو هیندارو کور نوم اوري، هوډ کوي چې هلته لاړ شي، کله چې کور ته ننوزي، په خوشحالۍ په زینو پورته کېږي او هره خوا زر خوشحاله کوچني سپي ويني، په دهلېزونو کې هم دغسې زر خوشحاله کوچني سپي ويني او په ډېرې خوشحالۍ بېرته له هغه کوره وځي. خو هلته نږدې غمجن سپی چې دا کوچنی سپی خوشحاله ويني دی هم غواړي دغه کور ته ننوځي او دا هم د خوشحالۍ احساس وکړي. خو کله چې کور ته ننوځي هلته په زرو هيندارو کې زر غمجن سپي ويني او همداسې غمجن بېرته راوځي.
د دې دوو سپيو نکل ته په پام، د حکایت په پای کې د يوه حکيم له خولې يوه د کاڼي کرښه خبره رااخستل شوې: (( دا نړۍ واړه آيينه خانه ده او موږ هر يو په کې خپلې څېرې وينو.))
د کتاب پاتې نور حکایتونه هم همدومره خواږه او د يوه غوره اخلاقي پیغام لرونکي دي.
که څه هم دغه کتاب د مصور بنسټ له خوا د ماشومانو لپاره چاپ شوی دی، خو تر ډېره بريده داسې نکلونه دي چې لویانو ته هم په کې د ژوند د حقیقت په اړه خبرې لري. يعنې نه یوازې دا چې دا نکلونه به د ماشومانو لپاره په زړه پورې پرېوځي، بلکې لویان به يې هم په پوره مينه لولي او خوند به ځنې اخلي.
داسې ښکاري چې ژباړن پر ماشومانو د نکلونو اغېز ته پوره ځير دی او په همدې بنسټ يې د دغو حکایتونو په ژباړې لاس پورې کړی. ژباړن ليکي: (( په ماشومتوب کې چې د ادکۍ مور نکلونو په څومره خوند کې ډوب کړی وم، هغه خوند مې بيا په نورو ادبیاتو کې ونه ليد. د دې شي علت دا دی چې د ماشوم په دنیا کې د خيال او واقعيت ترمنځ چندان توپیر نه وي. ځکه د ده په نظر د ماشوم پیاوړی تصور او د واقعي ژوند محدوده تجربه چې يو بل ته لاسونه سره ورکړي، ماشوم ته د نکل خيالي دنيا د رښتيانۍ دنيا غوندې ژوندۍ او واقعي وګرځوي.))
د دې کتاب د ژباړې ژبه ساده، روانه او د نکلونو د بیان په طرز ده او د ګڼو نکلونو د لوستلو پر مهال هغه کیفیت ښه احساسېږي چې پخوا به مشرانو خپلو ماشومانو ته په خوږه ژبه او انداز نکلونه کول.