- 4 کاله دمخه (21/09/2020)
- ازادي راډیو
- 1143
د ننګرهار ولایت یوه اوسیدونکې ادعا کوي، چې د یوه کس له خوا اختطاف شوې خو سیمه یېزو چارواکي يي تر اوسه غږ نه دی اوریدلی.
د زمزمې په نوم دغې نجلۍ او د کورنۍ ځینو غړو یې د شنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې په دې اړه د تاج محمد په نوم پر یوه کس د دې د اختطاف ادعا کړې او وايي، نوموړي په سیمه کې د یوه پخواني جهادي قومندان له ملاتړه برخمن دی.
زمزمه چې دا مهال ۱۷ کاله عمر لري له دولته غوښتنه کوي، چې د دې په اختطاف کې ښکیل کسان ونیسي او په سزا یې ورسوي .
د پنجشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې زمزمې وويل، چې یوه کال مخکې کله چې د پوهنتون نه د کور په لور روانه وه د خپل ورور سره یو ځای نامعلوم لور ته بیول شوې وه.
زمزمه وايي، له یوه کال وروسته چې هرې مرجع ته يي شکایت کړې نو د دې قضيي ته رسیدګي نه ده شوې:
"ولسمشر کرزي ته دا خبره کوم، چې که د کوم چارواکي لور وای نو اوس به دغه کسان نیول شوي وای، خو زما په حق هیچا کوم غبرګون نه دی ښودلی، نه زما امنیت خوندي دی."
د دې نجلۍ په وینا چې دا د تاج محمد په نوم د یوه کس له خوا تښتول شوې.
زمزمې د ګل کریم په نوم یو پخوانی جهادي قومندان تورن کړ، چې د دې د تښتوونکو ملاتړ کړی او غوښتل یې په زوره یې تاج محمد او یا ځان ته واده کړي.
په همدې حال کې د زمزمې پلار عبدالمتین وايي، چې تښتوونکو یې لور له درېیو ورځو ساتلو وروسته په دې شرط خوشې کړه، چې باید اجباري واده ته غاړه کیږدي.
دی وايي، چې اوس یې هم لور او د کورنۍ نور غړي ګواښل کیږي.
موږ هڅه وکړه، چې د دوي د ادعا په اړه د تورنو کسانو نظر واخلو خو نه توانیدلو.
په همدی حال کې د ننګرهار امنیه قومندان وايي، چې تیر کال د دې نجلۍ قضیي ته يي رسیدګي کړي او که اوس هم له ستونزو سره مخ وي نو کولای شي چې دوي ته مراجعه وکړي.
د ننګرهار د امنيي قومندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقي وال له ازادۍ راډيو سره په مرکه کې په دې اړه وویل:
"د ننګرهار امنیه قومندانۍ چې هروخت چا مراجعه کړې ده، نو په وخت او زمان سره اجرات شوې دی.
که چیری د دې خور او یا ورور سره کوم مشکل موجود وي کولای شي چې مراجعه وکړي او قانون په هر چا حاکم دی."
دا لومړې ځل نه دی چې په ننګرهار کې یوه نجلۍ د یوه سیمه يیز قومندان له خوا تښتول کيږي او وروسته ورته د مرګ ګواښونه کیږي بلکه له دې مخکې هم د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې نجونې او ښځې له دارنګه پیښو سره مخ کیږي.
خو د راپورونو له مخې په اکثرو دارنګه پيښو کې پر هغو زورورو کسانو قانون نه تطبیق کیږي، چې په ښځو د تاوتریخوالي په دارنګه پيښو کې لاس لري.
ازادي راډیو