د ډېورنډ مسوده که مصوبه؟


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • استاد حبيب الله رفيع
  • 1242

 لومړۍ برخه

احمدشاه بابا د هېواد د سياسي پولې له طبيعي پولو سره برابرې کړې او بيا يې د هند د مسلمانانو او نورو ګاونډيانو په غوښتنه د لوی افغانستان پر بنسټ خپله سترواکي جوړه کړه.
په نولسمه پېړۍ کې چې انګرېزانو په غدر او خيانت د ختيځ هند د سوداګرۍ د کمپنۍ په نامه هند د وسلو ګدام کړ او بيا يې په زور لاندې کړ، ډېر ژر د لوی افغانستان پولو ته را ورسېدل، دا وخت چې دوی د بشپړ افغانستان د نيولو توان نه درلود؛ نو له توطيو او دسيسو څخه په کار اخيستلو سره يې په افغانستان کې د قدرت پر سر، د وروڼو له مخالفتونو استفاده وکړه. 
دا مخالفتونه يې تشديد کړل او له بلې خوا يې ايران وخت پر وخت وهڅاوه چې په افغانستان کې مداخلې وکړي، له سردارانو سره معاملې وکړي، پر هرات حملې وکړي او افغانستان د خپلې مداخلې لپاره کمزوری او کمواکه کړي.
د افغانستان د سياسي طبيعي جغرافيې د کنډوولو لپاره يې لومړی ګام د لاهور درې ګوټيز تړون و چې په ۱۸۳۸م کال کې د هېواد د تښتېدلي او بې صلاحيته پاچا شاه شجاع، د پنجاب د سکانو د مشر رنجيت سينګهـ او د انګرېز د نماينده مکناټن تر منځ وشو. 
په دې تړون کې د هېواد ګڼې شرقي سيمې سيکهانو ته چې انګرېزانو را مخ ته کړي وو، ورکړای شوې او په بدل کې يې د څو تانه کېمخواب او نورو تزييني شيانو د ورکړې تر څنګ، له شاه شجاع سره ژمنه وکړه چې بېرته يې افغانستان ته راولي او د خپل نيکه احمدشاه بابا پر ميراثي تخت به يې کښېنوي.
انګرېزانو او سيکهانو د خيبر او بولان له لارې پر افغانستان وسله‌وال بريد وکړ او شاه‌شجاع يې په کندهار کې په ۱۸۳۹م کال کې پر تخت کښېناوه. 
ظاهراً شاه شجاع پر تخت ناست و او افغاني خاوره سيکهانو ته سپارل شوې وه؛ خو عملاً مکناټن حکومت کاوه او افغانستان يې نور خپله مستعمره بللی و.
افغانانو چې هيڅ يرغلګر په هېواد کې نه و پرې ايښی، په انګرېزانو پسې هم را ولاړ شول، قومونه او ولسونه تنظيم شول، خپل قومي مشران يې وټاکل، هغوی د کابل په عاشقانو عارفانو کې را غونډ شول، قيادي شورا يې جوړه  او د ۱۸۴۱ کال د نومبر په دويمه نېټه يې ملي پاڅون اعلان کړ. 
پر بالاحصار وروختل او د درنو قربانيو په ورکولو سره يې پر انګرېزانو ځمکه سره کړه، څو پر افغانستان انګرېزي واکمن مکناټن په مېړانه د وزير اکبر خان او د ده د ملګرو له خوا ووژل شو او د مړينې پر وخت يې رمباړې وهلې او په فارسي يې ويل: « از برای خدا مرا چرا ميکشيد...»
انګرېزان د ۱۸۴۲م کال د جنوري پر شپږمه له کابله تېښتې ته اړ شول او تر جلال‌آباده يې خپل اوولس زره لښکر له لاسه ورکړ. انګرېزان شرمېدلي، سر وهلي، بر وهلي له افغانستانه ووتل؛ خو له افغانستانه ورسره بېلې شوې خاورې ورسره پاتې شوې. دا لومړی کنډو و چې د لوی افغانستان په وجود کې را منځ ته شو.
انګرېزانو شپږدېرش کاله د غچ اخيستلو تابيا وکړه او يو ځل بيا تر پخوا له درنو لښکرو سره پر افغانستان راغلل. بيا هم مرکز ته راورسېدل، امير شېرعلي خان مزار ته ولاړ او د ده زوی يعقوب خان چې له زندانه راوتلی و، پاچا شو. انګرېزانو دی له کابله ګندمک ته بوت او هلته يې له ده سره د ګندمک تړون وکړ چې په دې تړون کې د هېواد يو شمېر جنوبي سيمې د افغانستان له وجوده بېلې شوې وې.
افغانانو بيا پاڅون وکړ، په ميوند کې يې د انګرېزانو دوولس زره پوځ په يوه ورځ له منځه يووړ. دا د ۱۸۸۰ کال د جولای مياشت وه، انګرېزان بيا مات شول او شرمېدلي له افغانستانه ووتل.
دا ځل انګرېزانو د مستقيم تېري پاليسي چې پکې ناکام شوي او بدنام شوي وو پرېښوده؛ خو له افغانستانه يې زړه نه صبرېده. دا ځل يې د خپل ښکېلاک پاليسي پلې کړه. 
د دوی لښکرې له افغانستان څخه ووتلې، خو له امير عبدالرحمن خان سره يې پټ قراردادونه وکړل او ورسره و يې منله چې امير به د انګرېزانو په خوښه پر افغانستان حکومت کوي، په کورنيو چارو کې به بشپړه خپلواکي لري او باندېنۍ اړيکي به يې د انګرېزانو له لارې اداره کېږي.
دا معامله په ۱۸۸۰م کال وشوه او تر هغې ديارلس کاله وروسته انګرېزانو د مورټيمر ډېورنډ په مشرۍ يو هيت د امير دربار ته راولېږي او په دې منطق چې د افغانستان او برتانوي هند تر منځ بايد سرحد وټاکل شي، څو په اينده کې په دې اړه ستونزې را منځ ته نه شي.
ډېورنډ يو طويل او عريض هيت له ځان سره راوستلی و او د امير له زړه نازړه موافقې سره يې اجازه ورکړه چې دا کرښه وټاکله شي.  يو افغاني هيت هم له دې هيت سره مل و؛ خو اکثره به انګرېزانو په يوازې ځان د کرښې پر تېرولو کار کاوه. کرښه له پيله ظالمانه وه، خو دومره جابرانه بڼه يې درلوده چې په ځينو سيمو کې به کلی د کرښې په يوه خوا کې راغی، هديره به يې بلې غاړې ته پاتې شوه، همدا راز که کلی به يوې خوا ته پروت و، کرونده به يې بلې خوا ته پاتې شوه او که د سيمې خلکو به څه ويل، بې درېغه به وهل ټکول کېدل.
د دې تړون مسودې قانوني، حقوقي او منطقي متن هم نه درلود، د «شوي» پر ځای «و به شي» ولاړ و لکه:
- د پولې کرښه او د هغې جزيات به د افغانستان او بريتانيې د ګډ کمېسيون له خوا په هغو ځايونو کې تعينېږي چې د عملي کېدا امکانات يې زيات او له غوښتنو سره برابر وي...
- د پولې کرښه به د مرغې او چمن په هغه خوا، د بريتانيې او افغانستان پوله د لښکر ډنډ په سيمه کې تعينوي.»
په اسلام کې کومې ژمنې چې په ان شاالله ولاړې وي، هغه لغوه دي او په حقوقي او قانوني تړونونو کې په «به شي» ولاړې مادې هوايي او له قانوني ارزښته بې برخې دي. 
نور بيا...
سرخط ورځپاڼه