- 4 کاله دمخه (21/09/2020)
- ويس ساپی
- 1279
څه چې د افغان کريکټ په اړه نه وو ويل شوي
په نورو هېوادونو کې د ورزش ادارې دومره زورورې، خپلواکې او په خپلو کارونو برلاسې وي چې د خپلو حکمتونو پرې وس نه وي بر او تحميلي کارونه نه شي پرې کولای.
زما له دې خبرې سره به ډېری تاسې موافق نه ياست، ځکه تاسې به وايئ، ورزشي ادارې د دولتونو له خوا د ټاکلو موخو لپاره رامنځته کېږي او تمويلېږي او په حقيقت کې هم همداسې ده، خو دغو موخو ته رسېدل بيا لومړی خپلواک او بيا مدبر مديريت غواړي.
نورې نړۍ خپلو ورزشي ادارو ته دغه شی ورکړی دی او نتېجې يې تاسې ګورئ.
زموږ برخه لکه نور ټول اړخونه په کريکټ کې هم نيمګړې ده. دلته داخلي او بهرنۍ لاسوهنه بېرته خپله همدغه د کريکټ اداره پر مخ وړي.
د ادارې عمومي رييس او اجراييوي رييس له لوی درستيز نيولې، د ارګ تر رييسانو پورې له زورورو خلکو سره ناسته پاسته لري. سيلېکټران يا د لوبغاړو ټاکونکې ډلې غړي د پارلمان د وکيلانو له انډېوالۍ نيولې، تر مشرانو جرګې رييس پورې له زورورو خلکو سره ناسته پاسته لري.
دا انډيواليانې به څنګه د ادارې په کارونو تاثير نه کوي او بيا به دوی څنګه د دغه تاثير د نه ښودلو لپاره د پژواک او بيبيسي له لارې په کريکټ کې د سياسيونو د لاسوهنې غږ نه کوي. پرته له دې چې د يوه مشخص کس يا لاسوهونکي او زورور نوم واخلي.
له دې ټولو بدرنګيو ورها خوا، زموږ دغه سيسټم په شعوري توګه د پاکستان په لاس کې دی او د دې ليکنې تر څنګ د د دغې خبرې د ثبوت لپاره به د "د ګړنګ په سر کريکټ" سرټکی تاسې په سرخط کې بيا بيا وګورئ.
د دغو بدرنګيو يوه وجه دا هم ده چې د لوبې او لوبغاړو تر شا په کار، د کار په څرنګوالي، تاثيراتو او نورو اړخونو ډېر څوک نه پوهېږي او بېرته بيا يوه ډله دغه ټول خلک د لوبډلې په لاسته راوړنو غلطوي او دوی يې د خپلې ادارې زيار ګڼي.
د دغه کار يوه ښه بېلګه د اسيا کريکټ په غوره سياليو کې د کويټ، عربستان، اماراتو او دې ته ورته لوبډلو پر وړاندې د افغان د نولس کلنو د لوبډلې بريا وه.
دلته زه اوس دواړو هغو خبرو ته دلايل راوړم چې پورته مې يې ادعا کړې ده.
۱- د اسيا کريکټ په غوره سياليو کې د افغان نولس کلنې لوبډلې عمر د نورو هغو واقعي نولس کلنو لوبډلو پر وړاندې څو څو کاله زيات وو او دغه د عمر زياتوالي يې د نورو لوبډلو په پرتله د کريکټ پوخوالی ښوده. ځکه يې له اکثرو لوبډلو په اولو دوو ويکټو لوبې وګټلې او په دومره نره ګټلو ته به ولس خوښ وو، خو دې ته يې نه پام کېده چې په همدغه وړتيا برابر زما د کم عمر لوبغاړي چېرې دي او د پاخه عمر حضرت ځاځی مې ولې په نولس کلنه لوبډله کې اخته دی.
د کم عمر لوبغاړي او د پاخه عمر لوبغاړي ولې هر يو خپل خپل ځای ته نه ځي او دا پروسه خوځنده او جاري ولې نه ده.
۲- د اسيا کريکټ په غوره سياليو کې د افغان نولس کلنې لوبډلې له بريا نه کريکټ بورډ غټ شی جوړ کړ، تر ارګه يې جام يووړ او آن رييس جمهور يې دغه کار ته حيران او خوشاله کړ چې ولا ما ګمارلي عمومي او اجراييه رئيسان څومره د کار خلک دي او دا ځوانان يې څه ښه روزلي دي.
د يوه ملت د احساساتو او جذباتو په لاس کې اخيستو او تر کنټرولولو ورها خوا، د کريکټ بورډ اداره په ډېر شعوري انداز سره په افغانستان کې د کريکټ لپاره د پاکستان پاليسي عملي کوي.
په اداري جوړښت کې د تخنيکي مرستيال په توګه د يوه تبليغي شخص ګمارل د تخنيکي پوسټ پر حيثيت نه يوازې ملنډې وهل دي، بلکې دا د افغانستان لپاره د پاکستان اساسي طرحه ده چې افغانان او اوس بيا لوبغاړي د مذهب جنوني اړخ ته بوځي، وخت ناوخت ورته تبليغيان راولېږي، د اصلي لارې له مزله يې توجه واړوي او پاتې يې راولي.
له ملي لوبډلې سره د زمبابوې د سفر د مسوول په توګه د همدغه تبليغي تخنيکي مرستيال استونه دا خبره لا پخوي چې لوبغاړو ته به د پلان، طرحې او مورال ورکولو پر ځای مذهبي تبليغ ډېر شوی وي.
له بله پلوه د روزونکي په توګه د انضمام الحق ګمارنه له يوه روزونکي زيات هغه ته د يوه تبليغي رول ادا کولو خوندوره زمينه برابروي.
انضمام الحق پخوانی پاکيستانی کريکټر دی، خو تر يوه کريکټر زيات يو مذهبي تبليغي او د پاکيستان د تبليغي جماعت ډلې غړی پاتې شوی دی.
تر دې چې د خپل وخت د پاکستانۍ لوبډلې روزونکي Bob Woolmer ترې د لوبغاړو تر مينځ د بې وخته او زيات تبليغ کولو او د لوبغاړو د توجه خرابولو له امله شکايت کړی وو.
بله اندېښنه دا هم ده چې انضمام به د يوه شعوري پاکستاني په حيث د افغان کريکټ ډېره بوديجه په اسلام اباد کې د لوبغاړو لپاره په روزنيزو کمپونو او سيمهييزو لوبډلو سره په تمريناتي لوبو مصرف کړي.
له دغې بد بختۍ ورها خوا، په اداري جوړښت کې د High Performance Management له څانګې د بشير ستانکزي لېرې کول او پر ځای يې شېر اغا همکار ته د لوبډلې د منېجمينټ تر څنګ، د دغې معتبرې څانګې مسوليت ورکول د افغان کريکټ په شا تمبولو بله اسانه هڅه ده.
د لوړو مهارتونو اداره د ټولې لوبډلې مياشتنی پلان، کلنی پلان او فعاليتونه تنظميوي او عملي کوي يې تر څو لوبغاړي ورځ تر بلې ښه لوبه وکړي او مهارتونه يې لوړ شي.
تر پلان، روزنې او خوارۍ وروسته د لوبډلې د يوه يوه لوبغاړي د کار او فعاليت څرنګوالی څېړي او بيا هغه فعاليت او کارکردګي ته په کتو ورته په A، B، C او يا D کټګورۍ کې معاش ټاکي.
له شېر اغا همکار نه د يوې لوبډلې لپاره د مياشتني او کلني پلان او بيا هغه عملي کول او د لوبغاړو کارکردګي Analyze کولو تمه ځان غلطول دي.
د ده د ګمارنې رول د دغې ټولې پروسه په اخير زور اچوي او هغه لوبغاړو ته د کټګورۍ په اساس معاش ټاکل دي.
همکار په دې ښه پوهېږي چې څنګه د اجراييه رييس په امر، د کريم صاديق په څېر غيرمستحقو انډويوالانو لوبغاړو ته قرارداد ورکړي، څنګه له مستحق لوبغاړي قرارداد واخلي او څنګه لوبغاړي تهديد کړي چې د ده د خبرې له دايرې و نه وځي، کنې معاش او قرارداد ته يې خطر پېښېدای شي.
دغه تهديدونه په ډېرو مواردو کې په بدو نتېجو اوښتي او د عزت دولتزي، امير منګل، محب اورياخېل، داوود احمدزي په څېر ډېر نور لوبغاړي يې د تل لپاره کريکټ پرېښودو ته اړ کړي.
د کريکټ بورډ پاکستانيت دلته هم نارې وهي چې يو پېښور مېشتی خبريال د رسنيو د مسوول په توګه ټاکي او نوم د لر او بر يو افغان کېدو ورکوي.
له ډېورنډ ها خوا دا خبره ډېره ښکاره ده چې که خبريال يې، نو د استخباراتو سړی يې. که دا خبره غلطه نه وي، نو بيا د افغان کريکټ بورډ د رسنيو برخه له روزونکي راوروسته د يوه بل شعوري پاکستاني په لاس کې ده او دی به ضرور د رسنيو اړوندو خبرو، موضوعاتو، خبرنامو او مرکو کې د هند، د هند د کريکټ خلاف ترخه او د پاک-افغان ورورولۍ او کريکټولۍ خواږه شيندي.
يوه يادونه ضرور ګڼم، د بورډ چارواکيو څه موده مخکې د هند کريکټ بورډ له چارواکيو د دوی په وينا، له لاسته راوړنو ډکه خو زما په وينا تمثيلي ليدنه لرله.
زموږ بورډ بېخي هم د هند له بورډ سره د ګډ کار او همکارۍ پر معيار نه دی جوړ. دغه ليدنه ټولو پورتنيو کړنو ته لاره هوارول او غاړې خلاصول وو او بس.
که له موضوع ډېر لېري ولاړ نه شو، نو زموږ د بورډ يو خاصيت، ولس ته دروغجنې وعدې ورکول دي.
د تېر پنځوس اووريز نړيوال جام په دوره کې نسيم دانش له نيوزيلېنډه ليکلي وو چې تر نړيوال جام وروسته يې د افغان لوبډلې لپاره د نيوزيلېنډ له الف لوبډلې سره لوبې برابرې کړې دي.
ولس ټول ورته خوشاله وو، خو نه هغه لوبې وشوې او نه چا نسيم دانش وپوښت چې دا دروغجنې وعدې دې ولې کولې.
افغان لوبډلې څو ځلې له زمبابوې او نورو هېوادونو سره رسمي لوبې وکړې، د بورډ چارواکيو به له دغو لوبو مياشت مخکې ولس ته د لوبو د ژوندي خپراوي زېری ورکړ، خو د لوبې په ورځ به يې د مقابل بورډ د هوکړې نه کولو خبره را مخې ته کړه.
دا ټولې هڅې په حساسو مواردو کې ځان جرار او د کار سړي ښوول وو او بس.
له دغو ټولو مواردو سره د افغان ولس بېتفاوتي او بيا د ولسمشر نه پاملرنه دغو خلکو ته لا فرصت ورکوي چې خپل مېشن له ستونزې لېرې پر مخ يوسي.
د موضوع د حساس والي او د دغه حساس والي د درک په خاطر مې لومړی په عمده موضوعاتو دغه ليکنه وکړه. بيا ځلې به د کورني کريکټ په جوړښت، په بورډ دننه د بچه بازۍ په موضوع، د لوبغاړو د معاشونو او قرادادونو د ورکولو او ترې اخيستلو موضوع او دا چې بلاخره دا کسان څنګه او چا په افغان کريکټ بورډ واکمن کړي، مستند ليکل وکړم.
سرخط ورځپاڼه