د ولسمشر لومړي مرستيال امرالله صالح د کابل پر پوهنتون نننى بريد غندلى او هغه يې د طالبانو کار بللى دى.
صالح وايي، طالبانو د هلمند په ننګين ولسوالۍ کې له ماتې وروسته نننى بريد پلان کړى دى او غواړي لدې لارې خپل غچ واخلي.
کابل پوهنتون ته نن له غرمې شاوخوا ١١ بجې وړاندې وسله وال ننوتي و، چې اوس اوس د افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو لخوا ياده سيمه کنټرول شوې ده.
د دغې پېښې له امله تر دې مهاله د يو استاد په شمول اته تنه محصلين روغتون ته وړل شوي دي، خو د کابل پوهنتون يو تن استاد وايي، چې د تلفاتو شمېر زيات دى او ده په خپلو سترګو لسګونه تنه ټپيان ليدلي دي.