افغان لوبغاړي مجيب الرحمن واده وکړ.

افغان لوبغاړي مجيب الرحمن واده وکړ.


  • 2 اونۍ دمخه (14/11/2020)
  • انوش ننګیال
  • 158

تېره شپه د هېواد د ملي لوبډلې کرار توپ اچونکي مجيب الرحمن واده ٶ.

د واده دغه مراسم، چې د کابل په تاج کانټېننټل هوټل کې ترسره شول پکې د هېواد د ټولو لوبډلو کرکټرانو ګډون کړى ٶ.

د مجيب زياتو مينه والو مجيب ته دده د نوي ژوند مبارکي ورکړې خو يو شمېر افغانان بيا پرې نيوکې کوي او وايي، چې د واده مراسم يې د کرکټ بورډ په خوښه جوړ کړي ٶ، ځکه يو شمېر هغه لوبغاړي، چې له کرکټ بورډ سره مخالف دي د واده مراسمو ته نه ٶ وربلل شوي.

دا په داسې حال کې ده، چې دوه ورځې وړاندې د هېواد ملي لوبډلې لوبډلمشر اصغر افغان دوهمه کوژده وکړه، چې هغه هم د يو شمېر افغانانو لخوا ورټل شو.