پاکستان ته د افغانستان صادراتو کې ډېروالی راغلی

پاکستان ته د افغانستان صادراتو کې ډېروالی راغلی


  • 1 کال دمخه (08/04/2023)
  • سمسور نیوز
  • 606

سمسور نیوز (۱۹وری۱۴۰۲) د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي، چې افغانستان په تېر ۱۴۰۱ کال کې پاکستان ته د ۱۲۲۵ میلیونه ډالرو په ارزښت صادرات کړي دي، په داسې حال کې، چې په ۱۴۰۰ کال کې پاکستان ته د ۵۱۱ میلیونه ډالرو په ارزښت صادرات شوي وو.   

له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې زیاته شوې، چې په صادر شویو توکو کې لاسي صنايع، ډبرو سکاره، شنه سبزي او تازه او وچه مېوه شامل دي.  

تر دې وړاندې پاکستاني چارواکو ویلي وو، چې د روان مالي کال په لومړیو ۸ میاشتو کې یې افغانستان ته صادرات د تېر مالي کال د ورته مودې په پرتله په سلو کې ۱۷ سلنه زیات شوي دي.