په سړو سیمو کې ټول ښوونځي د لیندۍ په ۱۵ نیټه رخصتیږي

په سړو سیمو کې ټول ښوونځي د لیندۍ په ۱۵ نیټه رخصتیږي


  • 3 کاله دمخه (15/11/2020)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 1231

 

د هیواد په سړو سیمو کې ټول ښوونځي د قوس میاشتې تر ۱۵ نېټې وروسته رخصتیږي.

پوهنې وزارت وايي، د هیواد په سړو سیمو کې له لومړي تر ۶ ټولګي پورې ښوونځي د روان کال قوس میاشتې له لومړۍ نیټې وروسته رخصتیږي.

همدا شان له ۷ تر ۱۲ ټولګي پورې د قوس میاشتې له پنځلسمې او هغه سیمې چې ډیرې زیاتې سړي دي، ټول ښوونځي پکې د قوس میاشتې له لومړۍ نیټې وروسته رخصتیږي.

پوهنې وزارت وایي، د یادو ښوونځيو کلنۍ ازموینې د راتلونکي ۱۴۰۰ کال په لومړیو کې اخېستل کیږي.