عبدالله وایي دوحه کې د مذاکراتي ډلې مشورې  دوام لري

عبدالله وایي دوحه کې د مذاکراتي ډلې مشورې دوام لري


  • 3 کاله دمخه (08/12/2020)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 935

 

د ملي مصالحې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله وایي، دوحه کې د افغان حکومت مذاکراتي ډلې د اجنډا په اړه د یو بل نظرونه اورېدلي او مشورې یې دوام لري.

هغه زیاته کړې چې سبا به د سولې په اړه جدي بحثونه پیل شي.

نوموړي نن یوې غونډې ته په خبرو کې ویلي چې خلک د دوحې مذاکراتو پایلو ته په تمه دي او ټول خلک په یوه خوله د اوربند غوښتنه کوي خو په وینا یې پر اوربند هوکړه وخت ته اړتیا لري او باید خبرې په پوره حوصله مندۍ پر مخ لاړې شي.

عبدالله زیاته کړې، په مذاکراتو کې له مقابل لوري د دوی تمه دا ده چې د سولې پر لور یو لوی ګام واخلي او ډاډ یې ورکړی چې طالب ډله به په دې کار پښېمان نه شي، ځکه سبا ته به ټول د هېواد په نظام کې ونډه ولري.