په غزني ولایت کې د موټر بم برید له امله د ملي اردو درې سرتیري وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
د غزني ولایت ځايي چارواکي وایي، وسله والو مخالفینو غوښتل تیره شپه د اندړو ولسوالۍ اړوند، د ملي اردو پر یوه پوسته موټر بم برید وکړي، خو مخکې له دې چې هدف ته ورسیږي له منځه وړل شوی دی.
چارواکي وایي، په پېښه کې د ملي اردو درې سرتیري وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
چارواکي وایي، له چاودنې وروسته په سیمه کې د افغان ځواکونو او مخالفینو ترمنځ جګړه هم شوې، خو دا مهال جګړه پای ته رسېدلی او مخالفین په شا تمبول شوي دي.