ملي تدارکاتو کمېسیون د عامې روغتیا وزارت پروژې وارزولې.

ملي تدارکاتو کمېسیون د عامې روغتیا وزارت پروژې وارزولې.


  • 3 کاله دمخه (25/04/2021)
  • نګینه ارشاد
  • 1449

سمسور (یکشنبه د غوایي ۵) د ولسمشر غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون فوق العاده غونډه د عامې روغتیا وزارت پر پروژو د بحث په موخه نن له غرمې مخکې په ارګ کې جوړه شوه.

ارګ وایي، چې ولسمشر د یادې غونډې پر مهال وویل، روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی د هیوادوالو اساسي حق دی او باید ورته پاملرنه وشي. 

هغه زیاته کړه، په ولایتونو کې د ځینو قراردادي موسسو د روغتیایي خدمتونو د ټیټ کیفیت جدي شکایت موجود دی چې دوام یې د منلو وړ نه دی.

نوموړي د نړیوال بانک استازو ته یادونه وکړه چې د روغتیایي خدمتونو موسسو د فعالیتونو څرنګوالی وارزوي او د موسسو فعالیت او له کارکوونکو سره چلند دې د منل شویو اصولو او ملي او بین المللي معیارونو مطابق عیار شي.