د سوداګرۍ پراختیا؛ د  خواف-هرات ریل پټلۍ به په سیمه کې اقتصادي بدلون رامنځته کړي.

د سوداګرۍ پراختیا؛ د خواف-هرات ریل پټلۍ به په سیمه کې اقتصادي بدلون رامنځته کړي.


  • 4 کاله دمخه (10/12/2020)
  • کامران احمدزی
  • 1368

د افغانستان او ایران ترمنځ د خواف- هرات ریل پټلې نن د ولسمشرغني او حسن روحاني له لوري رسما پرانیستل شوه.

د پرانیستې پر مهال ولسمشر غني ویلي، چې له ایران سره د پراخې سوداګرۍ غوښتونکی دی.حسن روحاني بیا ویلي، چې دغه پټلۍ به ددواړو هیوادونو اقتصادي اړیکې پراخې کړي او په سیمه کې به یو لوی اقتصادي تحریک رامنځته شي. یاده ریل پټلۍ د افغانستان هرات او د ایران خراسان رضوي ښار سره نښلوي. ټاکل شوې چې دا پټلۍ په افغانستان کې له تېرېدو وروسته له مرکزي اسیا سره وتړل شي او دغه راز به افغانستان د ایران له لارې له ترکیې او اروپا سره وتړي.