ترکې افغان پوځ سره د مالي مرستو ژمنه کړې ده

ترکې افغان پوځ سره د مالي مرستو ژمنه کړې ده


  • 4 کاله دمخه (13/12/2020)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 1308

د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، ترکیې ژمنه کړې چې افغان پوځ ته به د خپلو اړتیاوو د رفع کولو لپاره په راتلونکو پنځو کلونو کې سل میلیونه ترکي لیره ورکوي.

بهرنیو چارو وزارت وایي دوی همدا راز ژمنه کړې چې پنځلس میلیونه ترکي لیره به د افغان پولیسو او ملي اردو د روزنې او تعلیمي برخې لپاره لګوي.

د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي چې ترکیې د تېرو ژمنو پر خلاف دا ځل په کال کې د درې میلیونه ډالر مرستې ژمنه کړې ده په داسې حال کې چې په تېرو کلونو کې یې یوازې یو میلیون ډالر مرسته کوله.

افغان حکومت وایي ترکیه په سیمه کې د افغانستان نږدې متحد هېواد دی چې تل یې د افغان پوځ او افغان ځوانانو په روزنه او تحصیلاتو کې د پام وړ مرستې کړې دي.