د دي ليكني په وسيله موږ خپل اواز پورته كوو تر څو زموږ حق تر پښو لاندي نه سي ،څه موده وړاندي د اسحق زيو د جوړې په هكله اعلان سوي وو چي په ترڅ كي يي يو خونخوار قاتل د بند نه خوشي سوي وو.ياده سوې جوړه د ټولو اسحق زيو نه ده ځكه چي د څو محدودو كسانو په واسطه د اسحق زيو په نامه هر څه چي كېږي او سوي د ټولو هغو اسحق زيو چي ددوي پلرونه وروڼه او نور خپلوان يي وژل سوي او مالونه يي لوټ سوي د هغوي نه چا پوښتنه هم نه ده كړي.
او موږ غواړو ټول هغه ناخوالي او ظلم چي په موږ سوي په لاندي ډول ښكاره كړو،د هيواد چارواكو او د ټولو نړيوالو تر غوږو خپل اواز ورسوو.
په هيواد كي د دريو لسيزو ناخوالو په ترڅ كي په ميليونونو هيوادوال ووژل سول او په ميليونونو نور د هيواد پريښودو ته اړ سول او دا لړي تر ننه روانه ده ،د هيواد په شمال كي په څانګړي توګه په سرپل او جوزجان ولايتونو د پاينده او د هغه د وروڼو له لوري ځموږ د هيوادوالو كورونه چور سول ،په ښځو يي تيري وسو او په زرګونو ځوانان يي ووژل سول.
پاينده او د هغه وروڼه داسي ظالم او پښتون وژونكي قوماندانان وه چي په سرپل او جوزجان كي ورته د ظلم ساحه كوچني سوه ،د څه مودي لپاره يي د نوي رژيم په راتلو سره د بلخ ولايت په چمتال ولسوالي كي په پښتنو چور او چپاول وكړ او هلته يي هم ډير كورونه تباه كړي ،كله چي ياد سوي وروڼه په لمړي سر كي راغلل هغوي هيڅ هم نه درلوده ،چي اوس په زرګونو ميږي د اسونو ګلي ،په سرپل شبرغان او نورو ولايتونو كي سرايونه اپارتمانونه او تجارت لري چي كله دلته وي او كله هم د امو دسيند بلي غاړي كي وي. چي اوس دلته سرپل كي په كمال خان مشهور سو .
په سرپل او جوزجان كي د پاينده ،كمال او دهغه د وړونو د قومانداني پر مهال د چور ،بي عزتي او وژني لړي خپل اوج ته ورسيده چي يواځي د سرپل ولايت د اسحاق زيو د قوم ۷۲ كسان يي ووژل او دغه ډول د نورو بي ګناه كسانو د وژني بيلګي يي تر زرګونو اوړي. په ځانګړي ډول هغه ظلم او ناخوالي چي د اسحق زيو په قوم سوي په لاندي ډول دي :
پاينده ، كمال او د هغه وروڼو د اسحق زيو د قوم يو تن مشر عطا محمد خان چي د ۹ كسانو سره يو ځاي د كور په لور روان وه يوه كمين په ترڅ كي د هغوي په موټر بريد وكړ او ټول يي په داسي حال كي چي هيڅ ګناه يي نه درلوده ووژل.چي وروسته يي د هغوي مړي يو نامالوم ځاي ته يوړل چي تر اوسه نه دي موندل سوي ،ځيني بيا وايي چي د هغو ي مړي يي وسوځول، كورونه يي تري لوټ كړل .په دي پيښه كي د عطا محمد خان اسحق زي سره د امرالدين په نامه يو بل قوماندان چي د بدخشان ولايت اوسيدونكي وو ،د پاينده له لوري ووژل سو چي اوس د هغه ښځه د جوزجان په ولايت د لوږي شپي سبا كوي. د هغوي وارثينو چي هر څومره منډي ووهلي چا يي په خبره غوږ هم ونه نيوه او مرسته يي ورسره ونه كړه .
پاينده د يوه بل بريد په ترڅ كي محمد انس اسحق زي د حاجي محمد افضل خان اسحق زي ځوي د هغه په خپل كور كي وواژه انس خان اسحق زي چي د مو يواځني ځوي وو د هغه په مرګ سره موريي اوس ليوني غوندي ده او خپل كور ته نه سي تلاي او شمس الدين اسحق زي د جمالدين خان ځوي چي د سرپل ولاپت د ذكي په كلي كي اوسيده پرته د كومي ګناه نه په ډيري بي رحمي سره ووژل او مالونه يي تري لوټ كړل.
پاينده ،كمال ،د هغه وروڼو او عساكرو د سرپل ولايت د نوبر په كلي بريد وكړ د او سيدونكو كورونو ته يي اور ورته كړ مالونه يي تر ي چور كړه او په هاغه كلي يي ميرزا محمد د حاجي ګل محمد اسحق زي ځوي ،عبدالصمد د پاچا ځوي (په داسي حال كي چي د خپل ځوي ملوك سره يو ځاي تړل سوي وو) ،ګل ملي اسحق زي ،پاچا د ابراهيم ځوي ،سخي الرحمان د حبيبالرحمن ځوي،شاغاسي،عبدو تورخيل(اسحق زي)،ګل محمد د حبيب الله شير خيل(اسحق زي) ځوي ،عبدالملك د شاغاسي ځوي باز محمد خان د عبدالقيوم خان ځوي اسحق زي ،مرغك د حاجي عبدالرحيم ځوي اسحق زي ،كپتان د شاغاسي ځوي د وهلو او ډبولو نه وروسته يي ووژل . كورونه يي تري چور كړل ،مالونه يي ځيني يوړل او كورونه ته يي اور ورته كړ .او په دغه ورځ يي د عطا محمد خان وروڼه باز محمد او در محمد يي د كورونه نه راويستل او ويي ويشتل چي پايله كي باز محمد شهيد سو ،ځوي يي ميرويس او در محمد سخت ټپيان سول .
د يوي بلي پيښي په ترڅ كي پاينده ،كمال اودهغه وروڼو محمد نعيم د حاجي عبدالقيوم خان اسحق زي ځوي او دهغه اكا ځامن هر يو جلال الدين اوكمال الدين د امام الدين اسحق زي ځامن د ذكي د كلي اوسيدونكي ،زمري ،توكل او خدايداد اسحق زي ،شيراغا د عبيدالله ځوي ،شهزاده ،عبدالخالق،ښادي خان ،عبدالرازق او ملا تور جان چي د سه شنبي په كلي كي اوسيدل ،احمدشاه اسحق زي ،محمد قاسم د زرغون خان ځوي اومحمد قاسم د عبدالرشيد خان اسحق زي ځوي يي چي د خواجه برهان د كلي اوسيدونكي ول په وحشيانه توګه ووژل ،مالونه يي تري چور كړل اوكورونو اوځمكي يي ځني ونيولي .
محمد نعيم د عبدالقيوم خان اسحق زي ځوي چي د مور يواځني ځوي وو د پاينده د كسانو له خوا د كوره راويستل سو ،د ډيرو وهلو او ډبولو نه ورسته ووژل سو او مړي په سيند كي واچول سو چي مړي ،او په كلي كي يي اعلان وكړ چي هيڅوك نه سي كولاي د وژل سوي كس مړي خاورو ته وسپاري چي وروسته له څو ورځو د نورو پښتنو په مرسته د هغه مړي د سيند نه راوويستل سو او د شپي مهال يي په پټه د يوي غونډي په سر خاورو ته وسپاري.او مورچي ۷۰ كلنه بوډي وه هره ورځ به يي د هغه د قبر په سر قران لوسته چي وروسته له څو مياشتو وير نه مړه سوه.
حاجي عبدالوهاب اسحق زي د حاجي توره باز خان اسحق زي ځوي او د هغه ځوي عبدالمالك په داسي حال كي چي دواړه يو ځاي سره تړل سوي وه،عبدالاحد د لعل محمد خان ځوي ،مستو خان اسحق زي او عبدالمنان د عبدالرشيد ځوي چي د خواجه برهان الدين د كلي اوسيدونكي وه د پاينده او د هغه د وروڼو له لوري وروسته د ډيرو وهلو او ډبولو نه په شهادت ورسيده.
امان الله د جلاد خان اسحق زي ځوي او نادر خان د احمدشاه خان اسحق زي ځوي يي چي د سرپل ولايت د امام جعفر په كلي كي اوسيدل د وهلو نه ورسته ووژل سول او مړي يي څاه ته واچول سوه. نادر خان اسحق زي يي چي د اس شا ته تړلي وو په ډيري بي رحمي سره دومره وواهه چي آن پښه يي پري سوه.
د طالبانو د رژيم د پرځيدو ورسته پاينده ، كمال او د هغه وروڼو د خلكو په كاله تالان ګډ كړ او د ملا خاصه دار چاكر نه چي د امام جعفر په كلي كي اوسيده ۶۰ پسونه په زوره يوړه .
په همدي كال يي د ملا عبدالستار ۶۰ پسونه،د عبدالغفور شيرخيل چي د اسحق زي د قوم څخه دي ۵۰۰ پسونه او د عبدالرازق شيرخيل چي د اسحق زي د قوم څخه دي نه يي ۳۰۰ پسونه يوړه .
د همدي كال په اوږدو كي عبدالمطب اسحق زي د سيداباد اوسيدونكي په دي جرم چي پيسي يي نه وركولي وواژه،د محمد يعقوب چي د اسحق زي د قوم څخه دي نه يي ۱۵۰ لكه افغاني ،د محمد امين اسحق زي نه يي ۲۰۰ لكه افغاني ،د عطاجان اسحق زي نه ۳۰ پسونه ،د شيخ اسحق زي نه ۲۰ پسونه،د در محمد اسحق زي نه دوه غوايي، صفدر اسحق زي نه ۱۰۰۰ سيره غنم ،د امام جعفر د خلكو نه يي نژدي ۲۰ زره جريبه ځمكه ،د محمد داود اسحق زي د ذكي كلي اوسيدونكي نه ۱۰۰۰ پسونه ،د عبدالقدير او عبدالرحيم اسحق زي نه ۱۵۰ پسونه ،د عبدالقدير اسحق زي نه يو اس ،د صدو د شير محمد خان اسحق زي ځوي نه۱۵۰۰ لكه افغاني ، شبرغان كي يي د ببرك د حاجي عبدارحيم د ځوي نه يو تراكتور يو اس يو موټر او ۴۰۰ سيره زيره ،د محمد صديق نه يي ۷۷۴ پسونه يو موټر ۴۰ اوښان ،د حكمران اسحق زي نه يي ۱۱۰۰۰ لكه افغاني ۶۰۰ پسونه،د ملا لعل محمد اسحق زي نه يي ۷۰۰ پسونه ،د ملا ابراهيم نه يي ۱۰ پسونه ،د ماما نظر اسحق زي نه يي ۱۴ پسونه،د عبدالرسول اسحق زي نه ۱۰ پسونه ،د دين محمد نه ۱۰ پسونه،د عبيدالله اسحق زي نه ۲۶ پسونه،د محمد يار اسحق زي نه ۲۰ پسونه ،د ګلبدين اسحق زي نه ۷ پسونه،د اشور او سيد محمد اسحق زي نه لس لس پسونه ،د بآبا شيرنه ۱۱ پسونه،د سيد محمد نه ۱۰۰ سېره غنم ،د ګل جان نه ۷۷ لكه افغاني ،د سرپل ولايت د اجرم ،پهلوان تاش او جارو ساق دكليو دپښتنو نه يي ټول مال ، په زوره واخيستي.او وروسته بيا په همدي كال د شيرخيلو د ټبر نه ۱۰۰۰ لكه افغاني د جريمي په ډول واخيستي.
د قوش تپي په كلي يي ۷۰۰۰۰ لكه افغاني د نغدي جريمي په نوم حواله كړي او تري اخستي د ي.او ټول سپين ږيري يي په سياه چاه كي اچولي او بي عزته كړي يي دي.
پاينده ،كمال او د هغه وروڼو د يو لړ اسحق زيو نه چي د امام جعفر او ذكي په كليو كي اوسيدل د هغوي ځمكي غضب كړي او هغوي يي اړ ايستل تر څو پاكستان ته كډه وكړي.چي د هغوي نه په لاندي ډول ځمكي په زوره اخيستل سوي :
د حبيب الله د قلب محمد خان د ځوي،او د هغه د ورور عبدالرازق نه ۱۰،۱۰ جريبه ، د شراف الدين خان د رحم الدين خان د ځوي نه ۳۵ جريبه ،د هغه د ورور حسام الدين خان اسحق زي نه ۲۰ جريبه ،دمحمد افضل خان اسحق زي د ځوي محمد عيسي خان اسحق زي نه ۱۴۱ جريبه،د حاجي عبدالقيوم خان اسحق زي د ځوي سلام خان نه ۲۱۸ جريبه ،د هغه د ورور نياز محمد خان نه ۱۳ جريبه ،د حاجي ګل محمد خان نه ۳ جريبه ،د نعيم خان د ښځي نه ۵۰ جريبه ،د بهاوالدين خان اسحق زي نه ۵۰ جريبه ،د حليم خان اسحق زي نه ۵۰ جريبه ،د محمد حسن اسحق زي نه ۳۰ جريبه ،د عبدالرازق اسحق زي نه ۴۰ جريبه ،د عبدالودود اسحق زي نه ۶ جريبه،د عبدالضاهر اسحق زي نه ۷ جريبه ،د منان اسحق زي نه ۷ جريبه ،د محمد ظاهر اسحق زي نه ۷ جريبه ،د محمد قاسم اسحق زي نه ۹ جريبه ،د سيد محمد اسحق زي نه ۷ جريبه،د حكيم خان اسحق زي نه ۱۵ جريبه ، د شجاع الدين اسحق زي نه ۲۸ او د محمد نسيم اسحق زي نه ۵۰ جريبه ځمكه په زوره اخيستي .
تيركال د اخت محمد اسحق زي ، هاشم خان اسحق زي عبدالرازق خان اسحق زي او د صفدرخان اسحق زي د ځامنو ځمكه كوم چي كمال نيولي وه ، كله چي د ځمكي څيښتنانو غوښتل نوموړي ځمكه وكري د كمال د مخالفت سره مخ سول.دوي ولايت ته عرض وكړ كله چي هيت راغي نو هغه داسي فيصله وكړه چي كمال نور د نوموړي ځمكي د كرلو حق نه لري او د هغه نه يي وغوښتل نور په نوموړي ځمكي كار ونه لري ،د ځمكي خاوندانو چي كله خپلي ځمكي وكرلي او د شپي مهال بيرته د خپل كور په لوري شبرغان ته راروان وه د كمال د كمين سره مخ سوه ،كمال غوښته چي دوي هم د نورو كسانو په څير چي پخوا يي لكه عطا محمد خان اسحق زي چي يي لادركه كړي وه دوي هم لادركه كړي ،نو يي د دو په موټر ډزي وكړي چي اختر او هاشم خان اسحق زي سخت ټپييان سول، اختر اسحق زي چي سخت ټپي سوي وو څو ځلي هند او نورو ځايونو ته د تداوي په موخه ولاړي خو هيڅ كومه ګټه يي ورته ونه كړه اوس يي هم لاسونه كار نه كوي . ددي پيښي نه وروسته ټولو اسحق زو ډيري هلي ځلي وكړي چي په پايله كي حكومت كمال يي بندي كړ ،او د مقتولينو ورثي ته اميد پيدا سو چي حكومت به يي پوښتنه كوي ،په داسي حال كي بيا هم د هغه وراره په يوي انجلي جنسي تيري وكړ.دا چي ددي ولايت ټول مسولين ددوي تر اغيزي لاندي وه د كمال دوسيه تر يوه كاله وځنډيده ،او په دي حال كي دمقتولينو ورثي په داسي حال كي چي څه يي نه درلوده څو ځلي خپل د كور شيان وپلورل اوكابل كي هلته شورا او محكمي ته ولاړل خو د هغه دخلاصون لپاره د ولسي جرګي استازو هلي ځلي وكړي چي بالاخره هغه پرته له دي چي د مقتولينو د ورثي نه څوك پوښتنه وكړي د مشرانو دشورا د مشر صبغت الله مجددي او د ولسمشر د مشاور وزير نظر محمد اسحق په مرسته خوشي كيږي .او په داسي ډول چي تر يوه لاس د ولسمشر مشاور وزير او تر بل لاس د ولايت چارواكو نيولي وو بدرګه كوي او د هغو كسانو د كورونو مخي ته چي دغه كس يي پلرونه ځامن او نور خپلوان وژلي وه استقباليږي او جنشن نيول كيږي.
دا لوي مجرم چي دا څو كاله كيږي د سرپل په ولايت كي د تيلو په زيرمي يي چور چپاول ګد كړي دي او په سلګونو كورونه يي ويران كړي او خوشي كيږي .
موږ د جمهوري رياست او هغه ارګانونو نه د داسي موضوعاتو تعقيب اونشر دوي ته اړوند دي غواړو ځموږ ږغ ته غوږ ونيسي ،خپل مسوليت ادا كړي او خپل دريځ څرګند كړي او دا موضوع تر څيړني لاندي ونيسي تر مجرم دي بيرته بندي اودوسيه دي محكمي ته وسپاري .
داسي لوي مجرم په كوم اساس د بنده خوشي كيږي او په كوم قانون بخښل كيږي موږ د ولمشر نه غواړو نوموړي مجرم ونيسي او دوسيه يي بيرته محكمي ته واستوي .