لویه برخه هغه وګړي، څیزونه، روایات او متون چې اوس سپېڅلي ښکاري، له تاریخي پلوه سپېڅلي نه ول.
سیاسي قدرت، پانګه یا د پلویانو ړوند اعتقاد له ځينو څېرو، څيزونو، روایاتو او متونو څخه مقدسات جوړوي.
ناپلئیون بوناپارت د توپخانې یو عادي فرانسوي پوځي و. واکمن شو، اېمپراتور شو، چا نابغه باله او چا تر انسان ورپورته موجود. تاسو د فیلوسوفیکو ویناوو یا (مقولو) ټولګې وګورئ، ډېرې حکیمانه ویناوې ورپورې تړل شوې دي، چې پخپله ناپلئیون به له دې خبرو خبر هم نه و.
څو ورځې وړاندې مې د بېلګېتس په اړه کوم حکایت ولوست، چې څنګه یې کوم ورځپاڼه پلورونکی ماشوم تر ځان بډای ګڼلی و؟
حضرت علي (رض) بېشکه چې د اسلام څلورم خلیفه و او د زړورتیا، تقوا و حکمت ګڼې کارنامې به لري، خو هغه کیسې، چې تر ده لسیزې لسیزې روسته په اسلامي نړۍ کې د ده د حضور، د نوموړي د اس (دلدل) د ځواک او د ده د تورې (ذوالفقار) د زور په اړه پنځول شوې دي، له تاریخي روایاتو سره سمون نه لري.
په اسطوره یي Mythologized روایاتو کې لولو، چې څو څو ځایه لوی لوی غرونه د حضرت په توره نیم کړای شوي دي. یا یې د دلدل پونده په ډېرو ډبرو کې نښه پاتې شوې ده، ګواکې په یوه وخت کې حضرت په افغانستان، منځنۍ اسیا، عراق، ایران سوریه، عربستان، مصر و هیندوستان کې جګړې کړې دي. ویل شوي، چې یوه کافر له خپل اس سره مخې ته ورغی، نو څه ګوري، چې دی پر اس سپور ایله د حضرت علي د پښې تر ښنګري پورې رسیږي، حال دا چې حضرت نسبتاً ټیټه ونه لرله.
د مقدسو ویناوو، اشخاصو، متونو او څيزونو په اړه د ګروهمنو مبالغې د تاریخ په اوږدو کې د هغو اصلي څېره مسخ کوي او په یوه داسې اساطیري فوسیل یې بدلوي، چې د زمانې هرې پېړۍ یوه نوې پوړۍ پرې جوړ کړی وي. لکه د واورې توپ چې له غره راورغړي او په لاره کې له ځانه سره واوره راتاووي او د غره تر لمنې چې رارسیږي، نو غټه بلا ترې جوړه وي.
د بودا ټولې لویې مجسمې او معبدونه د هغه د فیلوسوفي، تفکر او تعالیمو پرخلاف دي.
حضرت عیسی به ویل: که چا په کیڼ مخ ووهلې، ښی مخ هم ورواړوه او که چا درنه کوټ ویوست، کمیس ته وروباسه... خو د صلیبي جګړو پرمهال ګڼ ځله اروپايي کلیساوو د هغه له خولې متشدد او خونړي روایتونه رانقل کړل، چې خلک جګړو ته وهڅوي.
پوښتنه دا ده، چې د نوې زمانې نسلونه ولې دا هرڅه مني؟
هغه وګړي او ډلې، چې د اساطیري فوسیلونو له تبلیغ څخه ډوډۍ خوري، سیاسي واک و ځواک ته رسیږي او ځان ته ورنه سیاسي - فرهنګي هویت جوړوي، خپل روایتونه له ځینو افسانوي وېرو، ګواښونو او ترهو سره ګډوي:-که دا مو ونه منله نو د دوزخ ښاماران به مو ونغړي.
-که په دې کې مو شک وکړ، کور به مو سپېره شي.
- پلاني ونه منله په مرګوني مرض اخته شو.
- که څوک یې ونه مني، په بیزو به بدل شي.
- دوزخ له هغو خلکو ډک دی، چې دا خبرې یې نه منلې...
د نویو نسلونو ویره هم د زمانې په تېرېدو سره پړسیږي او په جمعي لاشعور کې زېرمه کیږي. دا ویره مادي هیأت مومي او په صورتونو بدلیږي.
انسان له رواني پلوه له عقوبت څخه ویرول کیږي او مجبور دی، ناعقلاني څيزونه ومنی. ناعقلاني پدیدې د عقلي فعالیت ساحه کوشنۍ کوي او تفکر شاته تنبوي. په دې بڼه هغوی چې په اساطیري فوسیلونو کې یې پانګونه کړې ده، د ډوډۍ، پیسو، سیاسي ځواک او دبدبې خاوندان کیږي. د دوی حکومتونه د دروغجنو او خرافي باورونو اساطیري فوسیلونه نور هم پړسوي او په دې توګه خرافات دوی ته او دوی خرافاتو ته ګټه وررسوي.
د نړۍ، هستۍ، ژوند، انسان او ټولنې په اړه عقلاني، هنري او خپلواک تفکر له اوهامو او خرافاتو د ژغورنې یوازیني وسایل دي، چې نوی نسل باید ورته مخه کړي او د اوهامو او پوچو ویرو د کابوسونو په وړاندې په زړورتیا ودریږي.