ولسمشر غني او ډاکټر عبدالله عبدالله راشد خان ته مبارکي ورکړې.
د یوې لسیزې غوره لوبغاړې جایزه، افغان لوبغاړي راشد خان واخیسته، چې په ټولیزو رسنیو کې دهیوادوالو له تاوده هرکلي سره مخ شو. راشد ته په کور دننه او بهر ګڼ شمېر افغانانو مبارکې ورکړې او دا یې د افغانستان لپاره ویاړ بللی. تازه ولسمشر محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله هم نوموړې ته د لسیزې د غوره لوبغاړې د جایزې مبارکي ویلې.
ولسمشر ویلي، راشد او ده ورته نور افغان ځوانان او پېغلې ددې هیواد راتلونکي او د تیرو شلو کلونو لاسته راوړنو غږ پورته کونکي او ساتونکي دي. بل طرف د روغې جوړې د عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله هم راشد ته د مبارکي تر څنګ ویلي، افغانستان کې هر ځوان راشد خان دی او که ورته زمینه سازي وشي، دغسې ویاړونه به راوړي.