راشد خان ولې د لسیزې غوره لوبغاړي مډال وګاټه؟

راشد خان ولې د لسیزې غوره لوبغاړي مډال وګاټه؟


  • 3 کاله دمخه (28/12/2020)
  • جعفر هاند
  • 2616

راشد خان شاوخوا پنځه کاله مخکې نړیوالو لوبو ته راغی.- څنګه راغی او چا راوست؟ لږ ورسته پرې لیکنه خپروم.

راشد خان په پنځو کلونو کې په ۴۸ شل اوریزو لوبو کې ۸۹ کسان وسوځول (ویکټې واخیستې). 

د باولېنګ اوریج ۱۲.۶۲ دی: یعني په هرو شاوخوا ۱۳ توپونو کې یې یو کس سوځولی یا د هرو ۱۳ توپونو وروسته یې یو کس سوځولی دی. دا شل اوریزو لوبو کې لوی کار دی.

ایکانومي ریټ (د باولینګ اقتصادي کچه): ۶.۱۴ دی: یانې د ده په هر بال باندې شاوخوا یوه منډه شوې ده. یا په هرو ۶ توپونو باندې یې ۶.۱۴ منډې ورکړې دي.

راشد خان خان په شل اوریزو لوبو کې لومړی بالر دی چې په څلورو توپونو یې څلور لوبغاړي سوځولي (ډبل هېټریک). 

راشد خان په شل اوریزو لوبو کې لومړی بالر دی چې په شاوخوا دوو کلونو کې ۵۰ ویکټې اخلي.

د راشد خان نوم د ګینیز د نړیوالو ریکارډونو په کتاب کې هم ثبت دی.

راشد خان هغه لوبغاړی دی چې هندیانو یې له خپل حکومت څخه وغوښتل چې ده ته افتخاري تابعیت ورکړي، خو ولسمشر غني نریندرا مودي‌ ته ولیکل چې خپل ویاړ چا ته نه ورکوو.  

که څه هم دا جایزه ورته تر ډېره د شل اوریزو نړیوالو لوبو له کبله ورکړل شوې، خو هغه په تجارتي لوبو کې هم خورا ځلېدلی دی. لومړی لوبغاړی دی چې په سي پي ال کې یې هېټریک وکړ. همدغه راز یې په بګ بش کې هېټرېک وکړ او د آی پي ال له کارنامو خو یې ټول خبر یاست.

راشد او ټول افغانستان ته دې دا ویاړ مبارک وي. لا دې وځلیږي.