رسولي: د اداري فساد سلګونه قضیې څېړل شوي

رسولي: د اداري فساد سلګونه قضیې څېړل شوي


  • 4 کاله دمخه (06/01/2021)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 1280

 

د لويې څارنوالۍ مسوولین وايي، په ۱۳۹۹ مالي کال کې یې د اداري فساد څه باندې ۱۸۰۰ قضيې ثبت او څیړلي چې په وینا یې د دغو قضیو نږدې درې سوه یې د اداري فساد له لویو جرمونو سره د مبارزي عدلي او قضایي مرکز له خوا په کابل کې څېړل شوي دي.

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي چې د تیرکال د شویو اجراتو په اړه مالومات ورکولو وویل د دغو قضیو له ډلې ۲۸۷ یې د اداري فساد له لویو جرمونو سره د عدلي او قضايي مرکز له خوا ثبت او څېړل شوې او نورې قضیې د لویې څارنوالۍ د نورو اړوندو برخو له خوا په کابل او نورو ولایتونو کې څېړل شوي دي.

رسولي وویل د دې مروکز له خوا د څېړل شویو قضیو ۲۱۵ یې د ملکي ادارو او ۶۳ یې د پوځي بنسټونو اړوند دي چې د ۱۳۲ قضیو په اړه قانوني پرېکړې شوي او ۱۴۶ نورې یې تر څېړنې لاندې دي.

د لویې څارنوالۍ له خوا په تېر کال کې څېړل شوې ۱۸۰۳ قضیې له ټولو سکټورونو سره تړاو لري او یو شمېر قضیې د ملي شورا او ولایتي شورا د اړوند بنسټونو په برخه کې ثبت او څېړل شوي دي.