ولسمشر غني د مالیې وزیر ګوښه کړ

ولسمشر غني د مالیې وزیر ګوښه کړ


  • 3 کاله دمخه (23/01/2021)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 1130

ولسمشر محمد اشرف غني د دوه بیلابیلو فرمانونو په صادرولو سره د مالیې وزیر عبدالهادي ارغندیوال ګوښه او پر ځای یې محمد خالد پاینده د یاد وزارت د سرپرست په توګه وټاکه.

د ولسي جرګې له لوري د وزیرانو د باور رایې تر اخیستو وروسته ارغندیوال دویم وزیر دی چې ګوښه کیږي، تر دې وړاندې د عامې روغتیا وزیر احمد جواد عثماني هم د ولسمشر له خوا ګوښه شوی وو.

د چارو اداره وايي چې د مالیې وزیر د ګوښه کیدو لامل د عوایدو په راټولولو کې ځنډ، په یاد وزارت کې د غیر قانوني ګمارنو په اړه له څیړونکي پلاوي سره نه همکاري، مدیریتي کمزورتیا، د ښې حکومتولۍ ارزښتونو ته نه ژمنتیا، د اساسي قانون د ۷۷ مادې نه مراعت کول او د ولسمشرۍ ماڼۍ له احکامو او لارښونو سرغړونه بلل شوي دي.

ارغندیوال د مالیې وزارت د ۵۹ کارکوونکو او بشري سرچینو د رییس له ګوښه کیدو سره مخالفت کړی وو.