په ۸ ولایتونو کې شاوخوا ۱۰۰ طالبان وژل شوي.
تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په ۷ ولایتونو کې ۹۵ طالبان وژل شوي او ۶۰ نور ټپیان دي.
د افغانستان ملي دفاع وزارت د څو بېلابېلو خبرپاڼو په خپرولو سره په کندهار، ننګرهار، زابل، نیمروز، غزني، بلخ، ارزګان او بدخشان کې د ۹۵ طالبانو د وژلو او ۶۲ نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی.
په خبرپاڼه کې همدا راز د ڼ شمېر مهماتو د نیولو خبر هم ورکړل شوی.
د افغان ځواکونو له اړخه په یوه ورځ د ۹۵ طالبانو خبر په داسې حال کې ورکول کیږي، چې په دوحه کې ددویم پړاو خبرې کېدونکي دي او په کور دننه ببا د افغان اولس له دواړو غاړو د اوربند غوښتنه کوي.