لغمان کې څلور تنه د بیلابیلو جرمونو په تړاو نیول شوي دي.

لغمان کې څلور تنه د بیلابیلو جرمونو په تړاو نیول شوي دي.


  • 3 کاله دمخه (29/01/2021)
  • خالد سهار
  • 1153

د لغمان ولایت امنیه قوماندانۍ وایي، چې د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیریت، لومړۍ او دریمې امنیتي حوزو منسوبینو د مهترلام ښار اړوند سیمو کې څلور تنه د بیلابیلو جرمونو په تړاو نیولي دي.

 

دغه قومندانۍ وایي، چې یاد کسان د وژنې، جعل او تذویر، د څارویو د غلا په تړاو او یوتن یې د یو اندازه نشه یي توکو سره یوځای دمهترلام ښار بېلابېلو سیمو کې تر پېژندلو وروسته نیول شوي دي.

 

د یادونې وړ ده، چې د نیول شویو کسانو نسبتي دوسیې تر لومړنیو څېړنو وروسته اړونده بنسټونو ته سپارل شوي دي.