بهرنۍ کړۍ افغانستان کې د نظام د ختمېدو په لټه کې دي

بهرنۍ کړۍ افغانستان کې د نظام د ختمېدو په لټه کې دي


  • 3 کاله دمخه (31/01/2021)
  • کامران احمدزی
  • 1194

افغانستان کې د نظام د ختمېدو لپاره کار روان دی.

مشهور سیاستوال او د پاکستان د سنا پخوانی غړی افراسیاب خټک وایي، ځینې بهرنۍ کړۍ هڅه کوي په افغانستان کې نظام ختم کړی.

نوموړي په مسکو کې د طالبانو خبرو او په کور دننه جګړې ته په اشارې ویلي، چې په افغانستان کې د اوسني نظام مخالفین ډیر دی او غواړي افغانستان یو ځل بیا نویمو لسیزو ته بوځي.

خټک دغه راز زیاتوي، چې دسیمې استخباراتي کړۍ او د افغان جګړې بهرني لوبغاړي، د افغانستان د پرمختګونو مخه ډپ کوي.

افراسیاب دغه څرګندونې داسې مهال کوي، چې د عباس ستانکزي په مشرۍ طالب پلاوی مسکو کې دی او هلته یې د مؤقتې ادارې په اړه څرګندونې کړې وې، چې په هېواد کې له توندو غبرګونونو سره مخ شوې.