احمدزی صيب پام چې ستا پښې ونه ښويېږي


  • 3 کاله دمخه (21/09/2020)
  • سردار شينواری
  • 993

د افغانستان جهادي تاريخ ته که وکتل شي نو د ډاکتر نجيب الله د حکومت له نسکورېدا دمخه د قوماندان نوم يو له وياړ او برمه ډک نوم و، چې هر چا به پرې وياړ کاوه؛ځکه چې قوماندان هغه چاته ويل کېدل چې د جهاد په تودو سنګرونو کې به يې د مجاهدينو مشرۍ کوله؛خو بیا کله چې د ډاکتر نجيب الله حکومت نسکور او په کابل کې د رباني په مشرۍ دلنډغرو کوڅه واکي پیل شوه نو قوماندانانو هغه څه وکړل چې له دغه نومه يې دخلکو زړونه تور کړل.
بیا نو دغه دبرم و وياړ نوم د وحشت او بربريت په سمبول واوښت،ځکه چې قوماندانانو دخلکو پر کورونو شتمنيو او ان پر ناموس تېری وکړ( دلته بايد يادونه وکړم چې زما موخه ټول جهادي قوماندانان نه دي بلکې هغه څېرې چې په ورته جناياتو کې ککړ دي) نور نو قوماندان ته د ننګ شمله نه وه ور پاتې، نور چا ورته د اتل په سترګه نه کتل او نه هم چا ورته د خاورې دمدافع په سترګو کتل،بلکې هر چا ورنه کرکه کوله او ټولو ته د وحشي او .... پشان ښکارېده.
خو که د قوماندانۍ تور تاريخ ته وکتل شي ځینې داسې شخصيتونه هم پکې موندل کېږي چې سره له ډېرو بديو او نيمګړتیاوو يو څه مثبتې کړنې هم لري،چې له ډلې څخه د شهيد حاجي عبدالقدير دهغه زوی عبدالظاهر قدير او ګل آغا شېرزي نومونه يادولای شو.
دبن د تحميلي غونډې په جريان کې مو وليدل چې د هرځای او هر کله پشان دغلته هم هرڅه د پښتنو پر ضد روان ول او حتی په پښتو خبرې هم نه کېدلې؛شهيد حاجي عبدالقدير چې کله دغه ټکي ته متوجه شو نو سره له دې چې هلته دپاچا خان ځدراڼ،عارف نورزي ... په ګډون يو شمېر نور پښتانه مشران هم ناست ول احتجاجاُ له غونډې ووت چې بيا وروسته دغونډې جوړوونکيو او ګډونوالو د هغه غوښتنه ومنله او نوموړی بېرته غونډې ته راغی.
پر نوموړي دا نيوکه کېږي چې د والي په توګه يې په ننګرهار کې يوه تيګه پر بله نه ده ايښې،دا به ومنو چې په دغه ښېرازه ولايت کې يې دبيا رغاونې کارونه کم کړي خو دې ته هم بايد پام وشي چې دهغه له برکته ننګرهار د امن ځانګو وه،که هغه نه وای ښايي د نور هيواد پشان به دلته هم دوينو رودونه روان او کوڅه واکي حاکمه وای.
وايي چې د باز له ځالې دباز بچی الوځي،د نوموړي له شهادت وروسته دهغه زوی حاجي عبدالظاهر قدير هغه څه وکړل چې له يوه قوماندانه يې د کېدو تمه ناشونې ښکاري. هغه چې کله دلومړۍ سرحدي لوا دقوماندان په توګه وټاکل شو نو په دخپلې دندې په اوږدو کې يې په دغه ولايت کې د په لسګونو چاپي رسنيو دچاپ لګښتونه پر غاړه اخيستي (په دې اړه له اسد دانش نه معلومات اخيستی شئ) درڼا په نوم يې يو ښوونيز مرکز پرانست چې تر دې مهاله په زرګونو هلکانو او نجونو پکې زده کړې ترسره کړي.
بله څېره چې سړی پرې حساب کوی شي هغه د ننګرهار اوسنی والي ګل آغا شېرزی دی.
ګل آغا شرزي په کندهار کې دولايت پر مهال په دغه ولايت کې د بیا رغاونې دومره کارونه وکړل چې ټول ورته هک پک پاتې ول،شايي په دې پرتله په ټول افغانستان کې نه وي شوي.
وروسته چې نوموړی ننګرهار ته را بدل کړل شو نو دغه شين ولايت چې په خړو دښتو او سپېرو کوڅو اوښتی و يې داسې ابادکړ چې وايي يوه ورځ دننګرهار پخوانی او دکابل اوسنی والي حاجي دين محمد له کابله راته خو ننګرهار ته لا نه و رسېدلی چې په لار کې پرې د ځوانۍ خوب راغی موټر يې د ښار په منځ کې روان و په داسې حال کې چې شپه ښه پخه وه والي صيب راويښ شو او سمدستي يې پر موټر چلوونکي د سوکانو باران جوړ کړ،والي صیب ورته ويل چې خوار شې ما درته ويل چې جلال اباد ته مې بوځه تا حيات اباد ته راوستم؟
موټر چلوونکي ورته کړل چې صیب دا جلال اباد دی،شېرزي ته دې خدای خير ورکړي چې له جلال اباده يې حيات اباد جوړ کړی.
وايي چې په کندهار کې ان ښځو نفلونه کړي او نظرونه يې په غاړه اخيستي چې که خدای شېر بېرته کندهار ته ور ولي.
کله چې څه موده مخکې هغه راتلونکيو ولسمشريزو ټولټاکنو ته دخپلې کانديداتورۍ خبر ورکړی خدای شته سره له دې چې خلک يې د قوماندان په توګه پېژني بيا هم ډېری هيوادوالو له ډېرې خوښۍ نفلونه وکړل چې اوس به نو له خيره هيواد جوړېږي.
موږ ددوو شيانو ته اړتيا لرو،لومړی سوله او بيا ابادي،دا دواړو هغه صفتونه دي چې د شېرزي دشهرت لامل ګرځېدلي،هغه مهال چې شېرزی د کندهار والي و نو په دغه ولايت کې مثالي امن قايم و او بيا چې ننګرهار ته راغی دلته يې دبیا ودانۍ دومره کارونه وکړل چې نړيوال ورته ګوته په غاښ دي.
موږ خو دا ګڼله چې شېرزی به ولسمشر شي نو له خیره به وطن را جوړ کړي.
خو له بده مرغه دتل پشان زموږ سپېره بخت بيا خپله سپېره څېره وښوده،شېرزي هم هغه څه وکړل چې له يوه ټوپکمار او قوماندان څخه یې تمه کېدای شي.
تېره ورځ مې د شېرزي په اړه هغه خبر واورېد چې نه يواځې زما بلکې د په مليونو افغانانو په زړونو يې دماتم وريځې خورې کړې،ښاغلي شيرزي دهغه چا پر وړاندې وسله وغورځوله چې دا اووه کاله يې د ولس له برخليک سره له شرمه ډکې لوبې کړي.
ښايي ولسمشر کرزي به شېرزي ته ويلي وي چې زویه هسې هم ټولټاکنې نشې ګټی ځکه چې يو خو د اصلي بادار يعنې امريکا درسره مله نه ده او بله دا چې زما په پرتله مال دولت او شهرت هم نه لرې نو ځکه بايد له دې شوقه تېر شې کنه په راتلونکي کې به دې برخه خواره وي.
هو، دامنم چې کرزی د امريکا له مرستې برخمن دی او داځکه چې په تېرو اوو کلونو کې لکه دنانځکې د امريکا په اشارو داسې چورلېدلی چې په تاريخ کې يې ساری نه ليدل کېږي،وحشي امريکايي پوځيانو چې په دې موده کې پر افغانانو څومره ظلمونه کړي ښايي په عراق او ويتنام کې یې ساری ونه موندل شي. په کراتو يې پر ودونو،ښوونځيو،ولسي کورونو او نورو ځايونو وحشيانه بمبارۍ کړي په زرګونو بېګناه خلک يې شهيدان کړي خو جلالت ماب کرزي پرې داسې سترګې پټې کړي ته به وايې ړوند او کوڼ دی.
غټه توره يې دا ده چې يوځل يې ددغو بمباريو په غبرګون کې لکه د تمساح پشان خړې اوښکې توی کړې چې دا د يوه ولسمشر له شان سره نه ښايي.
بله خبره د شهرت ده،نو دا هم ورسره منم چې کرزی له شېرزي ډېر شهرت لري؛خو کاذب شهرت.
ځکه چې کرزي په دې موده کې په دروغو او وعده خلافيو چې څومره شهرت ترلاسه کړی والله که به يې دشېرزي ټول قام هم ولري.
دپيسو خبره يې هم سمه ده،نړيوالو خبري او معلوماتي رسنيو په کراتو داسې شواهد خپاره کړل چې پکې ښودل شوي ول چې کرزی په امريکا او نورو هيوادونو کې د ملياردونو ډالرو په ارزښت شتمني لري، په دغو شواهدو کې ويل شوي ول چې کرزی په امريکاکې داسې ودانۍ او هوټلونه لري چې دهر يوه بيه يې په ملياردونو ډالره ده او هم د افغانستان په کچه د نشه يي توکيو تر ټولو ستر قاچاقبر دی نو خود به يې شتمني له شېرزي زياته وي.
همدا اوس داسې شواهد شته چې ولسمشر کرزي د ټول هيواد په کچه په مليونونو ډالره خواره کړي، کلي په کلي او کور په کور يې ډالر باران جوړ کړی، دلته به يوه له درده ډکه يادونه دا هم وکړم چې يوشمېر بې ايمانه ژورنالېستان او رسنيو هم د څو ډالرو په مقابل کې ځانونه پرې خرڅ کړي.
موږ له شېرزي نه دا ګيله لرو چې ښاغليه ! که خبره د کمپوزونو اوسندرو راشي نو بيا خو وايې چې د مشهور هندي فلم ديوداس د موسيقۍ کمپوزونه زما دي،خو چې خبره ولس ته دخدمت راغله بيا دې ضمير ويده شو؟
راپاڅه او خپل ويده ضمير بېرته ويښ کړه،که ځان نه کانديدوې نو لږ تر لږه دکرزي له مرستې لاس واخله.
په پای کې به ښاغلي ډاکتر اشرف غني احمدزي ته ووایم چې ډاکتر صيب بې له شکه چې دا مهال د ټولو افغانانو هيلې پر تا پورې تړلې دي،زموږ په اند ته يواځنی کس يې چې ولس ته خدمت کولای شې؛خو داسې اوازې هم شته چې تا هم له کرزي سره لوبه جوړه کړې او  ډېر زر به ځان پرې خرڅ کړې.
خو يوه خبره په ياد ولره چې دا به يواځې ستا سودا نه وي بلکې تابه ټول ولس خبرڅ کړی وي.