کمال خان بند؛ د ایران تدریجي مړینه

کمال خان بند؛ د ایران تدریجي مړینه


  • 3 کاله دمخه (03/02/2021)
  • کامران احمدزی
  • 1328

د کمال خان بند ؛ د ایران تدریجي مړینه

لیکوال: کامران احمدزی

د نېمروز په وچو بې پایه دښتو کې د اوبو بند د غني افغانستان لپاره د خلکو هيلې لا ډیروی،  دا بند د ابادۍ پر ناوې د سینګار یو بل خال دی.

هغوی، چې کلونه یې راهیسې یې د خپلو ځمکو کر په باران کاوه، اوس به یې شاید خولې له خوښۍ خلاصې وي، شکرونه به اوباسي او د افغانستان او جمهوریت په ننګه به ځانونه قربانوي.

مونږ هغه ملت یو، چې د نړۍ خزانې مو په خاوره کې پرتې دي. لوګر مو د نړۍ تر ټول ډېر مس لري، بامیان مو د سیمې پر کچه اوسپنه لري، یواځې د حاجي ګک کان (۲۰۷۰) میلیون ټنه اټکل شوی، چې په هغه کې د (۶۳) څخه تر (۶۹) فیصده پورې اوسپنه ده.

د هېواد ختیځ مو هغه اوبه لري، چې د یو لیتر بیه یې د نورې نړۍ د یو لیتر تېلو له  بیې سره برابره ده او د داسې موسم خاوند دی، چې د کال څلور فصلونه پکې کښت کیږي.

خوست مو د کرومایټ په نو له داسې ډبرو ډک ولایت دی، چې ان چین یې پخپلو وسلو کې یې له استعمال ګټه اخلي.

پنجشیر مو له زمرود، بدخشان مو له لاجوردو... او لنډه دا، چې د هېواد لویشت لویشت خاوره مو د خپلې سینې لاندې داسې خزانې لري، چې منظم استعمال یې افغانان څه چې نړۍ له لوږې ژغوري.

د داسې خاورې درلودل مو که نیک بختي ده؛ خو بد بختي هم ده، روانه جګړه دلته د افغانستان د کانونو او اوبو لپاره ده. 

همدا اوس هم د هېواد له ګڼو ولایتونو قیمتي ډبرې پاکستان ته قاچاق کیږي، طالب یې امنیت هم نیسي او طالب ورته زمینه هم برابروي، حتا ځېنو سیمو ته لا ان هغه پاکستاني معدن پېژندونکي هم راولي، چې قیمتي ډبرې پېژني.

اوس تازه په کمال خان بند کې د اوبو زېرمه کول پیل شو، دا هغه بند دی، چې نهه میګاواټه برېښنا د تولید ترڅنګ ۸۰ زره هکتاره کرنیزو ځمکو ته اوبه ورکولای شي.

 کمال خان بند له بشپړېدو وروسته، ۲۷۸۸ میلیونه متر مکعبه اوبه مهار کوي؛ ۵۵ ملیونه متر مکعب اوبه ذخیره کوي؛ ۱۷۴ زره هکټاره کرنیزه ځمکه به خړوبه کړي او د ۹ مېګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت به ولري.

د کمال خان بندر زمونږ لپاره یو مهم ارزښت لري، دا بند لس زره کلن تاریخ لري چې د جوړېدو چارې ېې د تېمور لنګ د وختونو پورې تړل کيږي، چې د سیستانیانو سره د تیمور د جګړې په پایله کې دا بند ونړيد او تر ډېره وخته پورې همداسې نړيدلۍ پاتې شو.

 په کال ۱۳۴۵ د افغانستان د جمهور رئیس سردار محمد داوود خان د واکمنئ پر مهال د بند د بیارغونې او سروې چارې بیا پیل شوې خو د ثور د کودتا او نورو سیاسي عواملو له کبله نیمکړې پاتې شوې.

دا بند زمونږ پنځه کلن تاریخ ان لس زره کلن ته وړي، او نړۍ ته د افغانستان تمدن ښيي.

د افغانستان لپاره د کمال خان بندر ګټې:

لومړۍ: زمونږ هغه اوبه چې د نړۍ له تېلو قېمته دي مهار کیږي؛ ځکه ایران له ۱۹۲۰ کال را په دې خوا ددغه بند له اوبو هر کال  شاوخوا ۱.۵ ميلیارده متر مکعبه اوبه ترلاسه کوي، او یادو اوبه څخه د خپل کرنیز سکتور د غوړېدا او اقتصادي پرمختګ او پیاوړتیا لپاره ګټه پورته کؤي، زموږ له اوبو څخه تولید شوي توکي پر موږ وپلوري او دا لړۍ تر ننه جاري ساتي، چې ددې بند په جوړېدو سره به د ایران ددې موفته او بې پرسانه ګټې سر چېنه وچه شي.

دوهم: يې د برېښنا د تولید مسئله ده، اوسمهال افغانستان د برېښنا له کبله يو اړهېواد ده، موږ ۷۰ سلنه خپله د اړتیا وړ برېښنا له ګاونډيو هېوادونو او په ځانګړې توګه له تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان او ایران څخه واردو اوله دې کبله د کال شاوخوا ۲۲۰ تر ۲۷۰ ملیونه ډالره پیسې له لاسه ورکوو. که چېرې د افغانستان د برېښنا له ټولو داخلي تولیدي سرچینو څخه ګټه پورته شي کوئ شي په ټولیزه ټوګه د کال ۱۲۲ زره مېګاواټه برېښنا تولید کړي او دا په داسې حال کې ده چې برېښنا ته د افغانستان کلنۍ اړتیا په ټولیزه توګه ۴۷۰۰ میګا واټه ده

د یاد بند دریم ارزښت د افغانستان لپاره دا ده، چې افغانستان يو کرنیز هېواد ده او د کرنې سکتور د ودې لپاره حیاتي موضوع د اوبو شتون او پر وخت رسول دي. داچې موږ کرنیز هېواد یو او د کرنې سکتور د افغانستان د اقتصاد د ملاتیر ده، د کمال خان بند په جوړېدو سره به د شته اوبو يوه برخه مدیریت او د بند شاوخوا، ۱۸۰۰۰۰ زره هکتاره ځمکه به خړوبه شي، د نیمروز ولایت سپېرې دښتې به زغورنې شي، ټول بې کاره وګړي به په کار شي، له نېمروز څخه به د جګړو پر ځای د ابادۍ خبرونه واورو، هلته به زراعت اومالداري وده وکړي، خلک به د سپېرو بادونو پر ځای له نرمې هوا خوند واخلي... او بلاخره به د هېواد وګړي پر ځان بسیا شي.

 

که مو دا بند ورغېد اوبه مو ارزښتمنې شي، وګړي به مو بیا ایران ته د مزدوري لپاره نه ځي، بریښنا به مو د هېواد په ډیرو سیمو کې ۲۴ ساعته وي.

ایران ته به  هر کال ۱.۵ ملیارده مکعبه اوبه موفته نه ورځي، هغه بریښنا چې له دې اوبو یې لاسته راوړي، پرې قطع به شي، هغه ځمکې، چې له همدې سيندونو اوبه کیږي، دښتې به شي، هغه بزګران، چې د همدې ځمکو په ګټو ماړه دي، د اوبو په وچېدو سره لکه د ډېرو فغانانو په چوکونو کې مزدورۍ پسې وګرځي او بلاخره به د دغه هېواد لپاره دا حیاتي سیند وچ شي.

نو؛ که خپلې اوبه همداسې مهار کړو، لرې نه ده، چې هېواد به مو یو ځل بیا د اسیا لپاره د غلو پر ګدام بدل شي.