م، م: دمګړۍ د افغانستان ۹۵ سلنه کرنیزه ځمکه د کوکنارو له کښته پاکه ده

م، م: دمګړۍ د افغانستان ۹۵ سلنه کرنیزه ځمکه د کوکنارو له کښته پاکه ده


  • 1 کال دمخه (05/11/2023)
  • سمسور نیوز
  • 492

د ملګرو ملتونو مخدره توکو او جرمونو سره د مبارزې څانګې په یو تازه راپور کې ویلي چې دمګړۍ د افغانستان پر ۹۵ سلنه کرنیزه ځمکه کوکنار نه کرل کیږي. 

«د افغانستان د ۲۰۲۳ کال د تریاکو سروې» په نوم په دې راپور کې راغلي، چې ځینو ولایتونو کې د کوکنارو کښت په بشپړه توګه بند شوی او دا د دې ښکارندويي کوي چې کروندګر د مخدره توکو د کښت بندېدو اړوند فرمان په سم ډول پلی کوي.

په راپور کې راغلي، چې د سرپرست حکومت د رهبر له فرمان وروسته په ۲۰۲۳ کال کې د هیروینو تولید او صادرات هم د پام وړ کم شوي او دغه کال کې یوازې ۳۳۳ ټنه هیروین تولید شوي دي.

د راپور له مخې، ۲۰۲۲ کال کې د افغانستان د هیروینو تولید کچه ۶ زره او ۲۰۰ ټنو ته رسېده.