کندهار کې موټر بم چاودنه شوې

کندهار کې موټر بم چاودنه شوې


  • 3 کاله دمخه (05/02/2021)
  • محمد عزیر ستانکزی
  • 1235

د کندهار امنیتي مسوولین وایي نن ماسپښین شاوخوا دوه نیمې بجې د کندهار ښار د یولسمې ناحیې اړوند عینو مېنه کې د غورک ولسوال پر کور موټر بم چاودنه شوې چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۴ تنه ټپيان شوي.

د امنیتي مسوولینو په وینا د غورک ولسوال له دغې پیښې روغ رمټ وتلی خو کور ته یې ګڼ مالي زیانونه اوښتي دي.

مسوولین وایي د پیښې په سیمه کې د ملکي خلکو کورونو ته هم مالي زیانونه اوښتي.

ددغې موټر بم چاودنې پړه تر اوسه کومې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې.