سوله؛ د ټولو ستر ارمان

سوله؛ د ټولو ستر ارمان


  • 3 کاله دمخه (06/02/2021)
  • نویداحمد څرک
  • 1210

د سولی ارزښت په لاندی دوه برخو کی لنډیز کیدای شی، چی هره برخه یی په لنډه توګه بیانیږی.

لومړی: له مادی اړخه د سولی ارزښت: د سولی ارزښت دهیواد د ترقۍ، د خلکو د سوکالی، د سترو بهرنیو دښمنیو په وړاندی قوت موندلو کی رالنډیږی، ټولو ته معلومه ده کوم هیوادونه چی په سوله کی ژوند کوی هغوی خپل هیوادونه له هر اړخه سمبال کړی دی، د پردیړ په لومو کی د لویدو له ګواښه خلاص دی، د هغوی ښه والی په خپلو لاسونو کی دی.

اما هغه هیوادونه چی جګړه لری، هغوی همیشه نورو ته اړ او محتاج دی، په بیوزلی کی ډوب شوی او هیواد یی د حملوریو استثمارګرو لوبی په میدان بدل شوی.

مادی پرمختګ او د دنیوی سمبالتیا  تر څنګ د آرام عبادت لپاره فضا یواځی له سولی سره رامنځته کیدای شی، که سوله نه وی زموږ  په جوماتونو کی عبادت کوونکی په مطلوب شکل عبادت نه شی کولای، د افغانستان په جګړه کی ښکیلی خواوی باید همدغه ټکی درک کړی او ستونزه د خبرو اترو له لاری حل او فصل کړی.

دویم: له اخروی اړخه د سولی ارزښت: په ایمانی لحاظ شرعی نصوص په دی خبره ټینګار کوی، چی مؤمنان باید په خپل منځ کی ایمانی اړیکی ټینګی کړی، د هغوی تر منځ شخړی، جګړی د اسلامی نصوصو خلاف عمل بلل کیږی، مؤمنان په حقیقت کی سره ورونه دی، د ورونو تر منځ جګړه په حقیقت کی بی عقلی او حماقت بلل کیږی، الله (ج) فرمایی: (انما المؤمنون اخوه فأصلحوا بین أخویکم واتقوا الله لعلکم ترحمون) ترجمه: ‌مؤمنان سره ورونه دی، د دوو ورونو تر منځ سوله وکړئ او له الله(ج) و ویریږئ کیدای شی پر تاسی رحم وشی.

د مسلمانانو ترمنځ پریکون او له یو بل سره بیلوالی ستره کناه  ده، رسول الله صلی الله علیه وسلم په دی اړه فرمایی: (ألا ان قتال المؤمن  کفر وسبابُه فُسُوق ولا یحل لمسلم أن یهجر أخاه فوق ثلاثه أیام) ترجمه: خبر أوسئ له مؤمن سره جګړه کفر دی، کنځل ورته فسق بلل کیږی او هیڅ مسلمان ته روا نه ده، چی له خپل ورور سره تر دریو ورځو زیات پریکون وکړی.

په یو بل ځای کی بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایی: (تُفْتح أبواب السماء فی کل اثنین وخمیس فیغفر لکل عبد لا یُشرک بالله شیئا الا امرأ بینه وبین أخیه شحناء قال فیقال انتظر هذین حتی یصطلحا) ترجمه: د دوشنبی او پنجشنبی په ورځو کی د اسمان دوازې پرانیستل کیږی، هر هغه بنده بښل کیږی. چی له الله (ج) سره یی شریک نه وی پیدا کړی، یواځی هغه سړی نه بښل کیږی چی د ده او بل مسلمان ورور تر منځ شخړه وی، هغه وویل: وبه ویل شی، دغو دواړو ته تر هغه مهاله انتظار وکړئ چی سوله وکړی.

د سولی ارزښت په دی کی دی چی له اخروی عذابه مسلمان ته بری ورکوی، هغه مسلمانان چی له خپلو ورونو سره شخړی نه حلوی، اخروی عذاب او ستونزمن حالت یی هم پر وړاندی دی.

په اسلام کی سوله له ډیرو زیاتو عبادتونو غوره ګڼل شوی ده، په دی هکله رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایی: (ألا أخبرکم بأفضل من درجه الصیام والصلاه والصدقه قالوا بلی، قال: اصلاح ذات البین وفساد ذات البین هی الحالقه) ترجمه: أیا له لمانځه، روژی او خیراته مو په غوره کار خبر نه کړم؟ هغوی وویل: ولی نه، خبر مو کړه، هغه وویل: خپلمنځی روغه جوړه، ځکه خپلمنځی شخړی کول همدا هلاکوونکی دی.

په دی معنی چی خپلمنځی جګړه د مسلمان ایمان له منځه وړی، شخړی هر څه تبا کوی، مادی او معنوی شتمنی ټولی ختموی، له همدی کبله اړینه ده چی سوله وشی.

د حکومت مخالفین که په هره جامه کې وي باید په دی پوه شی چی پرته له سولی نه هیواد پرمختګ کولی شی، نه خلک په آرام ژوند کولی شی، او نه د نورو هیوادونو پر وړاندی د قدر وړ ګرځیدلی شو، نو راځی چی په ګډه سره د دي کړیدلی او ځپل شوی هیواد لپاره لاس په کار شو چی تر څو د دی ناروغه او رنځور ولس لپاره مرهم وګرځو، او خپل هیواد د نړی د پرمخ تللی هیوادونو په کتار کی ودروو.