د پروان ولایت سیمه ییز چارواکي وایي ددغه ولایت پوهنتون ته نږدې د ماین چاودنې له امله یو ملکي وګړی وژل شوی او ۵ نور ټپيان دي.
د امنیتي مسوولینو په وینا چاودنه پر یو هایلکس موټر د مقناطیسي ماین له امله رامنځته شوې چې یادو کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
مسوولین وایي ددغې پیښې قربانیان د ملي امنیت منسوبین دي او په وینا یې ښایي د پيښې د تلفاتو شمیر زیاتوالی ومومي.
ددغې چاودنې پړه تر اوسه چا پر غاړه نه ده اخیستې.