ننګرهار کې د داعش ډلې غړي له ځنډ مقاومت وروسته وژل شوي دي.

ننګرهار کې د داعش ډلې غړي له ځنډ مقاومت وروسته وژل شوي دي.


  • 3 کاله دمخه (15/02/2021)
  • خالد سهار
  • 1100

د ننګرهار ځایي چارواکي په یوه خبر پاڼه کې وایي، چې تېره شپه د ملي امنیت ځواکونو د جلال اباد ښار د اوومې ناحیې اړوند د غوچکو په سیمه کې شپني علملیات ترسره کړي دي.

 

چارواکي وایي، چې د دغه عملیات پر مهال د داعش ډلې د انتحاي په ګډون د رهبرۍ ۷ غړي د ځوابیه بریدونو په پایله کې له ځنډ مقاومت وروسته وژل شوي دي.

 

د سرچینې په حواله، چې د ځانګړو ځواکونو د عملیات پر وخت کې ۴ واسکټونه، ۱ پایه راکټ، ۳ کلاشینکوفونه، ۲۰ کړۍ لاسي بمونه او یو چاودېدونکي توکي ترلاسه او په سیمه کې له منځه وړل شوي دي.

 

سرچینه زیاتوي، د دوی د معلوماتو پر اساس وژل شویو کسان غوښتل، چې ددې ولایت په جلال اباد ښار کې هدفي وژنې، نښلېدونکي ماینونه، ځانمرګي او ډله یيز بریدونه ترسره کړي چې هدف ته تر رسېدو وړاندې په نښه او له منځه یوړل شول.