طالبان: د هیواد د تاریخي اثارو دې کلکه ساته وشي

طالبان: د هیواد د تاریخي اثارو دې کلکه ساته وشي


  • 3 کاله دمخه (20/02/2021)
  • محمد عزیر ستانکزی
  • 1350

وسله والو طالبانو خپلو ټولو جنګیالیو ته لارښونه کړې چې د افغانستان د تاریخي اثارو کلکه ساتنه، څارنه او پالنه وکړي.

وسله والو طالبانو دیوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د اسلامي امارت ټولو مسئولینو، د کمیسیونونو ادارو رئيسانو، والیانو، ولسوالانو، د قطعو او دلګیو مشرانو، مجاهدینو او نورو هېوادوالو ته لارښوونه کېږي چې په ټول هېواد کې د تاریخې اثارو کلکه ساتنه، څارنه او پالنه وکړي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، افغانستان له تاریخي اثارو یو ډک هېواد دی، چې همدا اثار د افغانستان د تاریخ، هویت او بډایه فرهنګ برخه ده او ساتنه یې د ټولو افغانانو وجیبه ده.

خبرپاڼه زیاتوي چې هېچا ته باید د قدیمي اثارو موندلو لپاره د کیندنو، لېږد، له هېواده د ایستلو او خرڅولو اجازه ورنه کړل شي.

په افغانستان کي ډېر تاریخي اثار او ابدات تر اسلام مخکې او وروسته، د بودایانو، تیموریانو، غوریانو او ځینو نورو واکمنو له دورو پاتې دي.